د بین الرشتوی تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس په افغانستان کې د دوامدارې پراختیا پر وړاندې ستونزې او ننګونې د مرغومي (۱۴۰۳)
د کنفرانس مهمې نېټې
د بشپړې مقالې د لومړۍ بڼې را استولو وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۱۰
له څېړونکو سره د مقالې د ارزونکو د نظریاتو شریکولو وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۲۰
د مقالې د نهایي بڼې را استولو وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۵
د کنفرانس دایریدلو نېټه: د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱۰
د مقالو سپارلو لارښود
- مقالې باید له اکاډمیک سرقت، هر ډول تهمت، سپکاوي، نامناسبو او بې اساسه ادعاوو څخه خوندي وي او له دی وړاندې چاپ شوې نه وي.
- بشپړه مقاله باید په (MS Word) بڼه کې د ضمیمې په توګه icamr-2024@kardan.edu.af ته واستول شي.
- په مقاله کې باید د ليکوال بشپړه پېژندنه لکه نوم، دنده، مربوط نهاد، د اړیکې شمیره او برښنالیک پته ذکر وي.
- د بشپړې مقالې د رالېږلو پر مهال د برېښنا لیک متن کې د لومړي/اصل لیکوال او یا په کنفرانس کې د مقالې وړاندې کوونکي لنډه پيژندنه چې، له ۵۰ تر ۱۰۰ کلمو وي، ذکر وي.
- مقالې باید په کمپیوټر، معلوماتي ټکنالوژۍ او انجنیرۍ برخو کې له لنډيز، شکلونو، ماخذونو او ضمیمو سره (۵۰۰۰ - ۶۰۰۰) کلمې وي او په حقوقو، ټولنیزو علومو، اقتصاد، مدیریت، انساني علومو، هنر او نورو برخو کې باید (۷۰۰۰ – ۸۰۰۰) کلمې وي.
- د کمپیوټر، معلوماتي ټکنالوژۍ او انجنیرۍ سره اړوند مقالو حوالې/مراجع باید د IEEE اصولو سره سم، د اقتصاد او مدیریتي علومو سره تړلو مقالو مراجع باید د APA په بڼه او د ټولنیزو علومو، حقوقو، قانون او نورو علومو سره تړلو مقالو مراجع باید د شیکاګو اصولو په رڼا کې تنظیم شي.
- پورته ذکر شوې لارښوونې یواځې د کنفرانس لپاره دي؛ که چيرته مقاله د نـشر لپاره ومنل شوه نو د اړوند ژورنال د مقالو نشر لپاره تنظيم شوې لارښود به پری پلی کيږي.
- ټولې سپارل شوی مقالې به د اکاډمیکې غلا او لـه نورو مقالو سره د مشابهت د مخنیوي په موخه د ځانګړي سافټویر په مرسته پلټل کيږي.
نور لازم معلومات
په کنفرانس کې مقالې یوازې په انګلیسي ژبه وړاندې کيږي.
د مقالو رالېږلو او د کنفرانس اړوند نورو معلوماتو غوښتلو/شریکولو لپاره ځانګړی برښنالیک:
icamr-2024@kardan.edu.af
کنفرانس په حضوري او آنلاین بڼه دایرېږي. په هېواد کې دننه څېړونکي خپلې مقالې په حضوري بڼه او نړیوال څېړونکي په آنلاین ډول په کنفرانس کې ګډون کوي.
غوره شوې مقالې به له ارزونې وروسته د کاردان پوهنتون په نړیوالو ژورنالونو یا هم د کنفرانس په ځانګړي ژورنال کې نشر ته سپارل کېږي.