د محصلینو د بریا مرکز

د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز په افغانستان کې د خپل ډول لومړنی مخکښ محصل محوره پروګرام دی. دا مرکز له محصلینو او فارغانو سره مرسته کوي، چې مسلکي او فردي غوره والي ته لاسرسی ومومي. دا په ټوله کې یو روزنیز او د تحصیلي پروګرامونو د پیاوړتیا مرکز دی، چې موخه یې له محصلینو او فارغانو سره د لا موثریت او بریالیتوب په برخه کې مرسته او همکاري ده.

د کاردان پوهنتون له علمي پلاوي او نورو دفترونو سره د همکارۍ په ترڅ کې موږ ډاډ ورکوو، چې زمونږ محصلین او فارغان به له تحصیلي او مسلکي اړخه خورا پرمختګ وکړي. لاندې د هغو خدمتونو ټولګه ده، چې د محصلینو د بریا مرکز له لوري وړاندې کېږي: