د کاردان پوهنتون د اوومې دورې فراغت‌جشن جوړ شو

د کاردان پوهنتون د لیسانس او ماسټري پروګرامونو د اوومې دورې فراغت‌غونډه د یو لړ ځانګړو پرتمینو مراسمو په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت د لوړ پوړو چارواکو، د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي، علمي شخصیتونو، استادانو او د فارغو التحصیلانو د کورنیو په ګډون جوړه شوه. د فراغت دا جشن د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۱۷ مه پغمان قصر کې جوړ شوی و.

په یادو ویاړلو مراسمو کې شاوخوا ۴۰۳ تنو، چې له ډلې یې ۱۱۷ د ماسټرۍ او ۲۸۶ هغو د لیسانس په کچه لوړې زده کړې کړي؛ خپل فراغت ونمانځه.

پروګرام د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت او د ملي سرود په خپرولو سره پیل او تر څنګ یې د کاردان پوهنتون د عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني، علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني او د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو پوهنتونونو او موسسو رییس پوهندوی محمد امیر کامه‌وال له‌خوا د جشن د رسمي پرانیستې زنګ هم وکړنګول شو.

ښاغلي رویین رحماني د خپلو خبرو په پیل کې ټولو فارغانو ته د زړه له کومې مبارکي وویله، زیاته یې کړه:« له تاسو زموږ هیله دا ده، چې په افغانستان کې پاتې شئ، خدمت وکړئ، ځکه زموږ ګران هېواد په اوسنیو حالاتو کې تاسو ته خورا ډېره اړتیا لري.»

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رییس پوهندوی محمد امیر کامه وال هم محصلینو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ وویل:« خوښ یم، چې نن ورځ په داسې یوه غونډه کې ګډون کوم، چې یو ډېر شمېر ځوانان ټولنې ته د خدمت په موخه چمتو دي. لومړی ځل دی، چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه خپل آکاډمیک اعتبار ترلاسه کوي او بیا هم د خوښۍ ځای دی چې کاردان پوهنتون یو له هغو پوهنتونونو څخه دی، چې په لومړي ځل یې په تر ټولو لوړو نمرو خپل آکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ.»

د کاردان پوهنتون اوومه دوره فراغت‌جشن داسې مهال جوړ شو، چې افغانستان د خپلواکۍ د یوې پېړۍ د نمانځلو په درشل کې و، او د محصلینو د فراغت له نمانځنې سره هم‌مهاله د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه هم ونمانځل شوه. په همدې مناسبت د افغانستان ویاړلی درې رنګه بیرغ د پغمان قصر په سحن کې د کاردان پوهنتون د مشرتابه او مېلمنو له‌لوري اوچت او رپاند شو.

د کاردان پوهنتون رییس ښاغلي رویین رحماني محصلینو ته په خطاب کې وویل:« سل کاله وروسته چې نور خلک دې دریځ ته راځي او د افغانستان د خپلواکۍ یوه بله پېړۍ به نمانځي، ستاسو یادونه به هرو مرو کوي.»

د فراغت دا پرتمین جشن د لوړو زده کړو وزارت او د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي له لوري فارغانو ته د ستاینلیکونو او بری لیکونو په ورکولو سره دوام وموند، هر فارغ‌ التحصیل د فراغت له ویاړ او غرور ډکې تور رنګې جامې پر تن کړې وې او د هېواد د شینکي آسمان پر لوري یې د خپلو خولیو له غورځولو سره د علم او پوهې عظمت نندارې ته وړاندې کړ.

د یادولو وړ ده، چې کاردان پوهنتون په هېواد کې یو له غوره خصوصي پوهنتونونو څخه دی، چې له لوړو زده کړو وزارت څخه یې د خپل علمي اعتبار سند ترلاسه کړی او په دې مهمه برخه کې د یوه ځلاند بنسټ په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. تر دې مهاله، له دې پوهنتون څخه په بېلابېلو تحصیلي برخو کې څه باندې ۳۰ زره محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.