د سیاسي علومو ډیپارټمنټ محصلینو ته د غوره ډیپلومات تر نامه لاندې پروګرام جوړ شو

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو ډیپارټمنټ د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په ۱۶مه نېټه، له نصاب بهر فعالیتونو په لړ کې د «غوره ډیپلومات» تر نامه لاندې پروګرام جوړ کړ.

دا پروګرام چې د کاردان پوهنتون په سټډیو کې جوړ شوی و، ګډونوالو د نړیوالو اړیکو د اصولو په رڼا کې خپل نظرونه او نیوکې تحلیل او خپل سیالان یې له دې لارې وننګول.

د سیاسي علومو ډیپارټمنټ آمر مطېع الله آرین‌پور په دې اړه وویل:« د دا ډول پروګرامونو جوړول د نړیوالو اړیکو د مهمو مسایلو په تړاو د محصلینو انتقادي فکري ودې او بحث ته زمینه برابروي او هغوی په دې بریالي کوي، چې په سیاسي بحثونو او سیمینارونو کې د ګډون وړتیا ومومي.»

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو ټولنه (Political Science Club) په دې وروستیو کې د ۲۷ غړیو په ګډون تاسیس شوې، څو د محصلینو له‌پاره دا ډول پروګرامونه جوړ او له سیاست سره یې مینه لا ډېره کړي. د دې ټولنې غړي، وخت پر وخت د ملي او نړیوالو سیاسي موضوعاتو په اړه د بحث په موخه سره را غونډېږي او د ګرمو سیاسي بحثونو او سیمینارونو کوربنه وي.

د سیاسي علومو ډیپارټمنټ د پنځم سمسټر محصل نعمان شېرزاد چې د یادې ټولنې غړی دی وايي: «موږ د مناظرې او سیمینار په ډول ډېر پروګرامونه جوړ کړي او دا له موږ سره مرسته کوي چې په بحثونو کې ګډون او له دې لارې خپل مهارتونه پیاوړي کړو.»

د دې پروګرام د جوړېدو آره موخه د سیاسي علومو څانګې د محصلینو د انتقادي تفکر او تحلیل وده او پیاوړتیا ده، چې د مهمو ملي او نړیوالو مسایلو په تړاو له ټولګي بهر د زده کړو زمینه برابروي. دا ټولنه د محصلینو د پوهې کچې د لوړولو او په بېلابېلو پروګرامونو کې د هغوی د ګډون له‌پاره په سیمه‌ییزه او ملي کچه فعالیت کوي.