خبرونه

کور / خبرونه

کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیاکتنې تخصصي ورکشاپ جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیا کتنې تخصصي ورکشاپ د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، فارغانو او د لوړو زده کړو وزارت د نصاب برخې د متخصصینو په ګډون جوړ شو.

د دې ورکشاپ آره موخه د کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب بیا کتنه، د غوره تحصیلي کړنلارو پیاوړتیا، د دې برخې د متخصصینو او څېړونکو د نظرونو او وړاندیزونو راټولول، له هرې تحصیلي څانګې سره له نژدې همکاري او په ټوله کې د وړاندیز شوي تحصیلي نصاب وده او پیاوړتیا وه.

کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د ودې او پیاوړتیا تقویتي بهیر ته ژمن دی او د نصاب دومداره بیا کتنه او ارزونه په ټوله کې د هېواد اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او چاپېریالي اړتیاوو او په ځانګړي ډول د ځوانانو لوړو زده کړو ته د ښه ځواب ویلو په پاره خورا اړینه ګڼي.

د کاردان پوهنتون علمي مرستیاله آغلې مینه رحماني د پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او ارزونې په اړه وايي:« د یوه تحصیلي بنسټ لپاره دا تر ټولو مهمه ده، چې د ملي او نړیوالو علمي معیارونو مطابق او د وخت له غوښتنو سره سم تحصیلي نصاب ولري او ترڅنګ یې د کار مارکیټ غوښتنې هم په ښه ډول پوره کړي.»

د یادولو وړ ده، چې د کاردان پوهنتون په نوي وړاندیز شوي تحصیلي نصاب کې تر ډېره د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ د نصاب پر بډایه کولو، د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو او د پایلو پر بنسټ زده کړو (OBE) او پر محصلینو متمرکز زده کړو (SCL) سیسټم باندې خورا ټینګار شوی دی.


شریک یي کړئ


اړوند موضوعات

په اداره او تجارت کې ماسټري په نړیوالو اړیکو کې ماسټري اداره او تجارت کې لیسانس اقتصاد کې لیسانس کمپیوټر ساینس کې لیسانس سېول انجنیرۍ کې لیسانس په سیاسي علومو کې لیسانس حقـــوقو کې لیسانس ژورنالیزم کې لیسانس