د کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیا کتنې تخصصي ورکشاپ د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، فارغانو او د لوړو زده کړو وزارت د نصاب برخې د متخصصینو په ګډون جوړ شو.
د دې ورکشاپ آره موخه د کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب بیا کتنه، د غوره تحصیلي کړنلارو پیاوړتیا، د دې برخې د متخصصینو او څېړونکو د نظرونو او وړاندیزونو راټولول، له هرې تحصیلي څانګې سره له نژدې همکاري او په ټوله کې د وړاندیز شوي تحصیلي نصاب وده او پیاوړتیا وه.
کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د ودې او پیاوړتیا تقویتي بهیر ته ژمن دی او د نصاب دومداره بیا کتنه او ارزونه په ټوله کې د هېواد اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او چاپېریالي اړتیاوو او په ځانګړي ډول د ځوانانو لوړو زده کړو ته د ښه ځواب ویلو په پاره خورا اړینه ګڼي.
د کاردان پوهنتون علمي مرستیاله آغلې مینه رحماني د پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او ارزونې په اړه وايي:« د یوه تحصیلي بنسټ لپاره دا تر ټولو مهمه ده، چې د ملي او نړیوالو علمي معیارونو مطابق او د وخت له غوښتنو سره سم تحصیلي نصاب ولري او ترڅنګ یې د کار مارکیټ غوښتنې هم په ښه ډول پوره کړي.»
د یادولو وړ ده، چې د کاردان پوهنتون په نوي وړاندیز شوي تحصیلي نصاب کې تر ډېره د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ د نصاب پر بډایه کولو، د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو او د پایلو پر بنسټ زده کړو (OBE) او پر محصلینو متمرکز زده کړو (SCL) سیسټم باندې خورا ټینګار شوی دی.