په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو ملي کنفرانس

کاردان پوهنتون ویاړي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو SDGs د بنسټیز کېدو په موخه ملي کنفرانس جوړوي. دا کنفرانس د حکومتولۍ، تطبیق، مالي ملاتړ او ارزونې په برخو کې د یو لړ موضوعاتو د ژورې سپړنې او په افغانستان کې د ۲۰۳۰ زېږدیز کال لپاره د تلپاتې پراختیايي اجنډا د ترلاسه کولو په موخه جوړېږي. د دې لوی نوښت له لارې کاردان پوهنتون هڅه کوي، چې په خپلو ټولو اړوندو چارو کې تلپاتې پراختیا ته د رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو له یادو اهدافو سره د خپلو فعالیتونو د نښلولو ژمنه عملي کړي.

Apply now

په کنفرانس کې څوک ګډون کولای شي؟

موږ د دې کنفرانس لپاره یو ډېر شمېر هغه کسان چې په بېلابېلو برخو کې سابقه لرونکي وي رابولو، څو خپله پوهه او تجربې له نورو سره شریکې کړي. د پروګرام مخاطبین به هغه څېړونکي، زده کوونکي، د سوداګرۍ متخصصین، پالیسي جوړوونکي او کاري شریکان وي، چې د حکومتولۍ، مالي ملاتړ، تطبیق او ارزونې له موضوعاتو او د افغانستان د تلپاتې پراختیا لپاره د ۲۰۳۰ کال د اجنډا له ترلاسه کولو سره علاقه ولري. د علم او پوهې شریکولو دا کم‌سارې تجربه په افغانستان کې د ټولنیز او اقتصادي جوړښت د ښې راتلونکې لپاره هیلې څرګندوي.

نور ولولئ