د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځی محصلینو ته د حقوقو تحصیلي څانګې د اساسي او بنسټیزو مفاهیمو په تړاو اړینې او مسلکي زده کړې ورکوي او هغوی پر دې بریالي کوي، چې په حقوقي، عدلي او قضايي برخو کې خپلې کاري وړتیاوې او مسلکي پوهه په ښه دول وکاروي. ددې څانګې فارغان د تحصیلي دورې له پای ته رسېدو وروسته د هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو په مختلفو سطحو کې د کار وړتیا لري او کولای شي د خپلو ترلاسه شویو مهارتونو او پوهې پرمټ ملي، سیمه ییزې او نړیوالې شخړې حل او فصل کړي.