کور / د لیسانس پروګرامونه / کمپیوټر ساینس کې لیسانس

کمپیوټر ساینس کې لیسانس

د پروګرام لنډیز

د کاردان پوهنتون د کمپیوتر ساینس تحصیلي څانګه د معلوماتي ټکنالوژۍ، سافټ ویر جوړونې، د ټکنالوژۍ د تاسیساتو مدیریت او نورو اړوندو برخو په اړه محصلینو ته تخصصي او مسلکي زده کړې ورکوي او هغوی پر دې بریالي کوي، چې د کمپیوتر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ پروژو د تطبیق او طراحۍ له ځانګړو مهارتونو څخه برخمن شي.


د پروګرام شرحه

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس څانګې درسونه د کریډیټ سیستم پر بنسټ عیار شوي، چې په هغه کې محصلین کولای شي له خپلې خوښې او مالي وضعیت سره سم مضمونونه وټاکي. دغه پروګرام لږ تر لږه په څلورو کلونو کې بشپړېږي او ټولټال ۱۳۸ کریډیټونه لري. په دې تحصیلي څانګه کې اساسي (اصلي)، عمومي او انتخابي مضمونونه تدریسېږي او د پروګرام په پای کې محصل اړ دی، چې مونوګراف هم ترتیب او وړاندې کړي.

د کمپبوټر ساینس څانګې له مضمونونو سره د لا بلدتیا په موخه ددې څانګې د مضمونونو کتلاګ له مخامخ برخې ډاونلوډ کړئ.


د درسي دورو لنډیز

د مضمونونو ډلبندي د کریډیټونو شمېر
الزامي مضمونونه 80
ځانګړي تخصصي مضمونونه 16
عمومي مضمونونه 36
مونوگراف 6
مجموعه 138

مالي مالومات

کاردان پوهنتون له نړیوالو سټنډردونو څخه په ګټه اخیستو باکیفیته لوړې زده کړې وړاندې کوي. د پروګرام د لګښت چوکاټ لوړ علمي کیفیت او مډرنو تدریسي سټنډردونو ته په پام ترتیب شوی دی. دې بنسټ تل هڅه کړې، چې ټولو ته په یو ډول د لوړو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي. کاردان پوهنتون د هغو کسانو لپاره، چې له مالي اړخه کمزوري او په ورته مهال غواړي لوړې زده کړې وکړي؛ د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو له لارې د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي، څو وکولای شي له دې لارې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هم یې د ودې او پرمختګ سبب وګرځي. په ۱۳۹۷ کال کې د کاردان پوهنتون له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت شاوخوا ۱۵۰۰ محصلینو له یادو خدمتونو ګټه اخیستې ده. په ۱۳۹۸ کال کې دغه پیسې ۳۴ میلیونو افغانیو ته لوړې شوي او په پام کې ده، چې نژدې ۲۴۰۰ محصلین له دې خدمتونو ګټه واخلي.

تحصیلي څانګه کمپیوټر ساینس کې لیسانس
د هر کریډیټ فیس 3500 افغانۍ
د داخلې فیس 1000 افغانۍ په هر سمسټر کې
میاشتنی اوسط فیس 10,063 افغانۍ
د بشپړې تحصیلي دورې فیس 491,000 افغانۍ

د مالوماتي پاڼې ډانلوډ


خبرونه


کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیاکتنې تخصصي ورکشاپ جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیا کتنې تخصصي ورکشاپ د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، فارغانو او د لوړو زده کړو وزارت د نصاب برخې د متخ...

د کاردان پوهنتون رییس: د سویلي آسیا د غوره استاد لقب ګټل؛ د پرمختګ پر لور د هېواد یون څرګندوي

کاردان پوهنتون د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د سویلي آسیا د غوره استاد په توګه ددې پوهنتون د علمي کادر غړي ښاغلي قیس محمدي د ټاکل کېدو نمانځنه وکړه. یا...

د کمپیوټر ساینس ټولنې محصلینو ته روزنیز پروګرام جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ټولنې محصلینو ته د بوټسټرپ دوه نیم میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ کړ. ددې پروګرام په ترڅ کې محصلینو ته د بېلابېلو مهمو ټک...