کور / د لیسانس پروګرامونه / سېول انجنیرۍ کې لیسانس

سېول انجنیرۍ کې لیسانس

د پروګرام لنډیز

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیرۍ څانګه محصلینو ته د ودانیو، لویو لارو، پلونو، برجونو او د اوبو بندونو د جوړولو او بیارغولو په اړه مسلکي او تخصصي زده کړې ورکوي او هغوی پر دې بریالي کوي، چې د طراحۍ، محاسبې او د رغنیزو پروژو د پلي کېدو، نظارت او ارزونې ځانګړي مهارتونه ترلاسه کړي.


د پروګرام شرحه

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري پروګرام د کریډیټ سیستم پر بنسټ ولاړ دی، چې محصلین کولای شي له خپلې خوښې او مالي وضعیت سره سم مضمونونه وټاکي. دغه پروګرام د څلورو کلونو په موده کې بشپړېږي او ۱۵۰ کریډیټه لري. په دې تحصیلي څانګه کې اساسي (اصلي) او عمومي مضمونونه تدریسېږي او د پروګرام په پای کې محصل اړ دی، چې د دفاع پروژه هم چمتو او وړاندې کړي.

د انجنیري څانګې له مضمونونو سره د لا بلدتیا په موخه ددې څانګې د مضمونونو کتلاګ له مخامخ برخې ډاونلوډ کړئ.


د درسي دورو لنډیز

د مضمونونو ډلبندي د کریډیټونو شمېر
اساسی ( اصلی) 108
عمومی 36
مونوگراف 6
مجموعه 150

مالي مالومات

کاردان پوهنتون له نړیوالو سټنډردونو څخه په ګټه اخیستو باکیفیته لوړې زده کړې وړاندې کوي. د پروګرام د لګښت چوکاټ لوړ علمي کیفیت او مډرنو تدریسي سټنډردونو ته په پام ترتیب شوی دی. دې بنسټ تل هڅه کړې، چې ټولو ته په یو ډول د لوړو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي. کاردان پوهنتون د هغو کسانو لپاره، چې له مالي اړخه کمزوري او په ورته مهال غواړي لوړې زده کړې وکړي؛ د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو له لارې د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي، څو وکولای شي له دې لارې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هم د ودې او پرمختګ سبب وګرځي. په ۱۳۹۷ کال کې د کاردان پوهنتون له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت شاوخوا ۱۵۰۰ محصلینو له یادو خدمتونو ګټه اخیستې ده. په ۱۳۹۸ کال کې دغه پیسې ۳۴ میلیونو افغانیو ته لوړې شوي او په پام کې ده، چې نژدې ۲۴۰۰ محصلین له دې خدمتونو ګټه واخلي.

تحصیلي پروګرام سېول انجنیرۍ کې لیسانس
د هر کریډیټ فیس 3500 افغانۍ
د داخلې فیس 1000 افغانۍ په هر سمسټر کې
میاشتنی اوسط فیس 10,938 افغانۍ
د بشپړې تحصیلي دورې فیس 533,000 افغانۍ

د مالوماتي پاڼې ډانلوډ

ویډیوګانې


خبرونه


د ۲۰۱۹ کال څلوېښت غوره څېرې وستایل شوې

د کاردان پوهنتون د ۲۰۱۹ کال له څلوېښت کلونو کم عمره څلوېښت غوره څېرې، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستایل شوې. یاد مراسم د کاردان پوهنتون د عمومي ر...

د محصلینو ټولنو د غړیو او سفیرانو کلنۍ غونډه جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د محصلینو ټولنو او د پوهنځیو سفیرانو کلنۍ غونډه د پوهنتون د اجرایوي رییس ښاغلي میرویس نهضت او د یادو ټولنو د غړیو او رییسانو په ګډون،...

کاردان پوهنتون د ښاري ټولنپوهنې په تړاو سیمینار جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ محصلینو ته د ښاري ټولنپوهنې په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو. د یاد سیمینار بنسټیزه موخه د ښاري ټولنپوه...