The Crime of Abortion in Afghan Criminal code vis-a-vis Islamic Law

Abdullah Fazelyar

Volume 4 Issue 1 | Dec 2022

DOI: 10.31841/KJL.2022.21

Views: 545

Total Downloads: 0

Download PDF

Abstract

د اسلامي شریعت له مقاصدو څخه یو هم د انسان د ژوند ساتنه ده، د انسان د ژوند له لومړیو مراحلو څخه هغه د جنین مرحله ده چې په اسلامي شریعت او د افغانستان جزا کود کې ورته ځانګړې پاملرنه شوې، دا څېړنه د توصیفی او تحلیلي میتود څخه په ګټه اخیستو د اسلامي شریعت او جزا کود په ړنا کې د یادې مرحلې احکام او پروړاندې یې د تجاوز مجازات په ګوته کوي.داسې ښکاري چې دې مرحله کې انسان لومړۍ نطفه وي بیا علقه بیا مضغه بیا هډوکۍ بیا ورته غوښته وراغوستل کیږي، د قرآن کریم، صحیح احادیثو او طب علماوو د نظر پر بنسټ په جنین کې وروسته له ۴۰ ورځو روح پو کیږي، او له منځه وړل یې که د درملو په خوړلو،جراحي عملیات او او یا هم بله کومه لاره وي اجهاض بلل کیږي او د اسلامي شریعت له لحاظه حرامه کړنه او د قانون له لحاظه جرم دی، او مرتکب یې که هغه مور، متخصص داکتر او یا هم کوم بل څوک وي د شریعت له لحاظه د غره او کفارې په ورکولو سره له میراث څخه محرومیږي او د قانون له لحاظه د حالاتو پر توپیر سره په طویل حبس، متوسط حبس او یا نقدي جریمه باندې محکومیږي، چې استثناء یې یوازې د مور د ژوند ساتنه ده چې جنین له منځه وړل مباح کوي..
کیلي: اجهاض، اسقاط، جنین، غره، اسلامي شریعت، جزاء کود.