راتلونکي پروګرامونه

له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ ـ ۱۴۰۰ پسرلنی سمسټر

نېټه 27 March, 2021
وخت یوه اونۍ
ځای پروان دو څانګه
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې له ۷ تر ۱۲مې نېټې په پروان دو څانګه کې له خپلو نویو شاملو شویو محصلینو څخه ځانګړی هرکلی کوي. په‌دې اونۍ کې د نویو محصلینو لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړېږي، چې له ډلې یې مهم هغه، له تحصیلي پروګرامونو سره بلدتیا، د کاردان پوهنتون له څانګو او دفترونو څخه لیدنه، سپورټي لوبې، د پوهنتون له آسانتیاوو او امکاناتو، د محصلینو د بریا مرکز او د محصلینو له ټولنو سره آشنايي ده.

نوي شامل شوي محصلین کولای شي د کاردان پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د علمي پلاوي له غړیو، د ډیپارټمنټونو له سفیرانو او د پوهنتون له کارکوونکو سره له نژدې وویني او د خپل تحصیلي چاپېریال په‌تړاو لا ډېر مالومات ترلاسه کړي.

دغه راز، د کاردان پوهنتون د ورزشي لوبډلو او نویو محصلینو ترمنځ بېلابېلې سپورټي سیالۍ هم جوړېږي. دا چاره نه یوازې محصلین له یو بل سره نژدې کوي، بلکې د پوهنتون د سپورټي لوبډلو لپاره د نویو استعدادونو په پېژندلو کې هم مرسته کوي.

د ۱۴۰۰ پسرلني سمسټر له کاردانیانو د ښه راغلاست اونۍ پروګرامونه په دې ډول دي:
• له تحصیلي پروګرامونو سره بلدتیا ـ ۷ وری د سهار له ۹ د مازیګر تر ۵ بجو
• د نوټ اخیستلو او سي وي لیکلو مهارتونو په تړاو روزنیز پروګرام ـ ۱۰ وری، د ماسپښین له ۲ تر ۳:۳۰ بجو
• د فوټبال دوستانه لوبه ـ ۱۱ وری، د ماسپښین له ۱ تر ۲:۳۰ بجو
• د کرکټ دوستانه لوبه ـ ۱۲ وری، د ماسپښین له ۱۲:۳۰ د ماښام تر ۶ بجو

موږ له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ په لړ کې د خپلو نویو محصلینو هرکلي ته سترګې په لار یوو.

د نورو مالوماتو لپاره له دې شمېرې ۰۷۸۹۵۳۸۳۸۳ سره په اړیکه کې شئ.