پر شراېطو د برابرېدو معیارونه

د کاردان پوهنتون موجود او نوي شاملېدونکي محصلین چې د لیسانس او ماسټرۍ په پروګرامونو کې یې د نوم لیکنې شراېط بشپړ کړي وي؛ کولای شي د پوهنتون له مالي مرستو برخمن شي. د هر سمسټر او یا تحصیلي کال په پیل کې د مالي مرستې د ترلاسه کولو لپاره باید محصل د غوښتنې فورم ډک او د پوهنتون د بورسیو او مالي مرستو دفتر ته یې وسپاري. د محصلینو مالي وضعیت ته په پام کېدای شي مالي مرستې کمې او یا ډېرې شي.

د وړتیا پر بنسټ د بورسیو معیار

د وړتیا پر بنسټ له بورسیو څخه په لاندنیو معیارونو برابر محصلین ګټه اخیستلای شي:

  • محصل باید د کاردان پوهنتون د بورسیو فورم بشپړ کړي
  • د لیسانس محصلینو لپاره په تېر سمسټر کې ۹۸٪ نمرې
  • د فوق لیسانس محصلینو لپاره په تېر سمسټر کې ۹۵٪ نمرې
  • په تېر سمسټر کې لږ تر لږه ۷۵٪ حاضري
  • په تېر سمسټر کې ۴،۰ GPA درلودل او په ټوله کې ۳،۸ (CGPA)
  • هغو محصلینو ته چې په ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه اخلي، لومړیتوب ورکول کېږي

د مالي مرستو د ترلاسه کولو شراېط

هغه محصلین چې لاندې شراېط بشپړ کړي؛ کولای شي له تحصیلي بورسیو څخه برخمن شي:

د نویو شاملو شویو محصلینو لپاره:

  • د غوښتنلیک د ډکولو له لارې د مالي مرستې غوښتنه
  • پوهنتون کې د شاملېدو لپاره د ټولو اړینو سندونه درلودل
  • د علمي، فرهنګي او سپورتي لاسته راوړنو درلودل
  • د تحصیلي څانګې د ټاکلو لپاره د معیارونو په پام کې نیول

د برحاله محصلینو لپاره:

  • د سمسټر لپاره محصل باید لږ تر لږه ۱۵ کریډیټونه راجسټر کړي
  • په هغه دوره کې چې محصل د مالي مرستې غوښتنه کوي د فیس د ځنډني ورکړې له امله نه وي جریمه شوی
  • محصل باید ثابته کړي، چې د منلو وړ علمي پرمختګ څخه برخمن دی او د GPA ۳ درجه ترلاسه کړي
  • د حاضرۍ اوسط یې باید په تېر سمسټر کې ۸۵٪ وي
  • د څېړنیزو لاسته راوړنو درلودل او د عامه خدمتونو ترسره کول