راتلونکي پروګرامونه

د «کُډ ساعت» په تړاو مالوماتي ناسته

نېټه 22 October, 2020
وخت یو ساعت
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د کُډ ساعت په تړاو د دې څانګې د محصلینو لپاره د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه یو ساعته مالوماتي ناسته جوړوي.

په دې مالوماتي پروګرام کې، چې د ماسپښین له ۳:۰۰ د مازیګر تر ۴:۴۵ بجو جوړېږي؛ د یادې څانګې محصلینو ته د کُډ لیکلو د بېلابېلو برخو او د کمپیوټر ساینس د اساساتو په اړه مالومات ورکول کېږي.

دا پروګرام د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د محصلینو او عامو مینه والو لپاره جوړېږي، له همدې امله د خصوصي او دولتي پوهنتونونو او انستیتوتونو د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دې مهم مالوماتي پروګرام کې برخه واخلي او د موضوع په تړاو نوي مالومات ترلاسه کړي.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې د دا ډول عملي پروګرامونو د جوړېدو له لارې د محصلینو علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي او هغوی وهڅوي، چې خپلې تیوري زده کړې په عملي ډول په ښه توګه تمرین کړي.