راتلونکي پروګرامونه

د کوویډ-۱۹ په ترڅ کې د بېکارۍ په تړاو آنلاین سیمینار: د دندې له لاسه ورکولو اروا پوهنه

نېټه 28 July, 2020
وخت د ماسپښین دوه بجې
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د خپلو آنلاین سیمینارونو په لړ کې دا ځل د دې څانګې محصلینو ته خپل څلورم آنلاین سیمینار جوړوي.

دا سیمینار د ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې په اوومه نېټه «د کوویډ-۱۹ په ترڅ کې د بېکارۍ په تړاو آنلاین سیمینار: د دندې له لاسه ورکولو اروا پوهنه» تر نامه لاندې په آنلاین بڼه جوړېږي.

دا سیمینار د ویتنام د ډیا تان پوهنتون د استاد دکتور پریفکټو جي.اکینو له لوري د یادې څانګې محصلینو ته وړاندې کېږي. نوموړی د فلیپن د مانیلا له سانټا توماس پوهنتون څخه د عامه ادارې او مدیریت په برخه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري.

دکتور پریفکټور دغه راز د فیلیپن له پوهنتون څخه د تجارت ادارې او عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ دوه سندونه لري او په معتبرو ژورنالونو کې یې ګڼ شمېر څېړنیز مقالې هم نشر شوي دي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړو لپاره ورته آنلاین سیمینارونه جوړ کړي وو، چې د محصلینو له تاوده هر کلي سره مخ شوي دي.