راتلونکي پروګرامونه

په آنلاین ډول د ۲۰۲۰ کال د غوره محصلینو ستاینغونډه

نېټه 6 May, 2020
وخت د ماسپښین له یوې تر دوو بجو
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون خوښ دی، چې د کوویډ-۱۹ ننګونکي چاپېریال په ترڅ کې خپلو محصلینو ته د وړتیا پر بنسټ د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو وړاندې کولو ته دوام ورکوي. له دې سره کاردان پوهنتون د هغوی علمي لاسته راوړنې په رسمیت پېژني او هڅوي یې، چې په پوره ژمنتیا او بریالیتوب سره خپلو چارو ته دوام ورکړي.

دا د محصلینو د علمي کړنو د پیاوړتیا او د هېواد په مخکښ تحصیلي بنسټ کې لوړو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره د هغوی د هڅونې یوه اغېز لرونکې او ګټوره لاره ده.

اوسنیو قرنطیني شراېطو ته په پام، د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي پرېکړه وکړه، چې دا ځل یاد مهم پروګرام د ۱۳۹۹ کال د غويي میاشتې په ۱۷ مه نېټه د ماسپښین له یوې تر دوو بجو د زوم اپلېکشن له لارې په آنلاین بڼه جوړ کړي.

د پوهنتون د نهو ډیپارټمنټونو شاوخوا ۹۰ تنو محصلینو ته به د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسې او ستاینلیکونه ورکړل شي.