راتلونکي پروګرامونه

د ۲۰۲۱ کال د نړیوال تجارتي حکمیت ټولنې لپاره د نویو غړو د منل کېدو پروګرام

نېټه 10 May, 2020
وخت نهه میاشتې
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون حقوقو پوهنځی، د ۲۰۲۱ کال د نړیوال تجارتي حکمیت ټولنې لپاره د نویو غړو له منل کېدو خبر ورکوي. د دې ټولنه موخه د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د مطالعې پیاوړتیا، په دې برخه کې د شخړو د حل داوري او په یادو برخو کې د راتلونکو رهبرانو روزل دي.

د امریکا متحده آیالتونو د سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ حقوقو د پراختیا پروګرام په افغانستان کې د روزنیزو پروګرامونو پرمټ له څو بېلابېلې ډلو ملاتړ کوي، څو په یاده ټولنه کې د ګډون لپاره چمتووالی ونیسي.

په افغانستان کې د نړیوال تجارتي حکمیت پروګرام د ښاغلي زاهد عمرزي له لوري، چې د دې پروګرام د فارغانو د مدیر په توګه فعالیت کوي اداره کېږي. د دې پروګرام آره موخه د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د مطالعې پیاوړتیا او په دې برخه کې د راتلونکو رهبرانو روزل دي. د نړیوال تجارتي حکمیت پروګرام په تړاو دې لا ډېرو مالوماتو لپاره دې لینک ته ورشئ: https://vismoot.pace.edu/

دا پروګرام د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې جوړېږي او د نهو میاشتو لپاره روزنیز او د شفاهي او کتبي سلا مشورو پروګرامونه لري. د چمتووالي دا پروګرامونه د حقوقي سوداګرۍ د پراختیا پروګرام د ښوونکو او افغان مربیانو له لوري پرمخ وړل کېږي.

د ټاکل کېدو معیارونه
په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره مینه وال باید:
• د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي او یا هم د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ محصل وي
• د انګلیسي ژبې پرمختللي مهارتونه ولري
• د عدلي طب ډاکټر، څارنوال او مدافع وکیل ونه اوسي

که په یاد پروګرام کې د ګډون مینه وال یاست د کاردان پوهنتون د تمثیلي محکمې له همغږي کوونکي محب الله شاغاسي سره د ۱۳۹۸ کال د غویي میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې په لاندې برېښنالیک او یا هم مبایل شمېرې اړیکه ونیسئ:
m.shaghasy@kardan.edu.af / ۰۷۰۰۹۳۲۰۷۷