راتلونکي پروګرامونه

په مدیریت کې د تجربوي زده کړو د اغېز په اړه سیمینار

نېټه 5 May, 2019
وخت 02:30 - 04:30 PM
ځای د تایمني څانګې د غونډو تالار
شریک یې کړۍ

تجربوي زده کړې د بېلابېلو تحصیلي بنسټونو له محصلینو سره مرسته کوي، چې د رهبرۍ او ټیمي مهارتونو عملي وړتیاوې ترلاسه او پر بنسټ یې په بېلابېلو کلتورونو کې د کار کولو وړتیا ومومي.

کاردان پوهنتون تاسې ته بلنه درکوي، چې د تجربوي زده کړو په تړاو یوه مهمه غونډه کې چې د پوهنتونونو له لوري خپلو محصلینو ته د زده کړو د اغېزمنو تجربو د ورکولو په برخه کې د واقعي نړۍ له پروژو څخه د ګټې اخيستلو یوه ژوره ارزونه ده؛ له مونږ سره ګډون وکړئ.

په دې وروستیو کې د کاردان پوهنتون د اقتصاد څانګې آمر ښاغلي قیس محمدي او د ادارې او تجارت څانګې استاد ښاغلي ادریس نوري د هند په ممبي ښار کې د (Learning by Doing) تر نامه لاندې د تجربوي زده کړو په اړه د سوداګرۍ د نړیوالې شبکې (GBSN) له لوري په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ. نوموړي استادان غواړي، چې په دغه کنفرانس کې بحث شوي مسایل د یو سمینار له لارې د پوهنتون له علمي غړو سره شریک کړي. د کاردان پوهنتون مشرتابه او استادانو ته په یاد سیمینار کې د ګډون ښه راغلاست وایو.

پروګرام کې تر ډېره په لاندنیو مواردو تمرکز کېږي:
• د ادارې د شرایطو مطابق د عملي زده کړو پروګرام د پلي کېدو لپاره د نوښتګرو مېتودونو موندل
• له زده کوونکو سره د چال چلند او په ټولګي کې دننه او له ټولګي بهر زده کړو په تړاو پر نوښتګور لارو چارو بحث او خبرې اترې
• د ادارې دننه مدیریت کې د څو اړخیزو سکټورنو د ګډون زیاتوالي په موخه د فرصتونو ارزونه
• د تجربوي زده کړو د یو داسې پروګرام طرحه کول، چې د تحصیلي نصاب په پروګرام کې به د پلي کېدو وړ وي