د نوم‌لیکنې پروسه

د نوم‌لیکنې پروسې لنډه ارزونه

کاردان پوهنتون د هېواد په کچه د لوړو زده کړو لپاره غوره ټاکنه ده. مونږ دلته د تصمیم نیونې پروسو پر مټ ستاسو لارښوونه او ملاتړ کوو. تاسې کولای شئ، د لیسانس، ماسټرۍ او انګلیسي ژبې په برخو کې دلته زده کړې وکړئ.

کاردان پوهنتون په لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونو کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د مشخصو ټاکل شویو مواردو پر بنسټ محصلین مني. دا پوهنتون دغه راز د سوداګرۍ په برخه کې د اعتبار ورکولو نړیوالې شورا (IACBE) یو معتبر غړی دی او د نوم‌لیکنې په پروسه کې نړیوال معیارونه په پام کې نیسي.

تاسې لومړی د هر پروګرام د نوم‌لیکنې شرایط مطالعه او له هغه وروسته نوم‌لیکنه وکړئ. دا شراېط کېدای شي د انګلیسي ژبې آزموینه، مرکه او د شمولیت آزموینې واوسي. هیله ده، له نوم‌لیکنې مخکې د هر پروګرام شراېط په پوره غور وارزوئ.

د نوم‌لیکنې فورم

د نوم‌لیکنې فورم د دویم پروان او تایمني څانګو کې د لاسرسي وړ دی او تر ډېره لاندې برخې لري:

  • د شخصي مالوماتو او تحصیلي شالید په اړه پوښتنې
  • د نظر وړ پروګرام د ټاکنې لپاره اختیارات
  • د نوم‌لیکنې په فورم کې د ورکړل شویو مالوماتو د سم والي لپاره د تصدیق اعلامیه