Ahmad Khalid Hatam
Volume 4 Issue 1 | Dec 2022
DOI: 10.31841/KJL.2022.20
Views: 571
Total Downloads: 4
Download PDF
Abstract
که له یوې خوا انسان د کار حق لري او باید په مصئونه فضا کې دغه حق وکاروي، له بلې خوا هر کارکوونکی وجایب لري چې باید یې د مزد په بدل کې تر سره کړي. نو ویلای شو چې د کارمند حقوق د ګومارونکي یا کارفرما وجایب دي، او د ګومارونکي حقوق د کارمند وجایب دي چې دواړه مکلف دي په نېک نیت او اخلاص خپل وجایب تر سره کړي. ډېر وخت داسې لیدل کېږي چې د حقوقو او وجایبو تر منځ دغه انډول نه مراعات کېږي او کارکوونکی او ګومارونکی له خپلو حقوقو سوء استفاده کوي یا هم خپل وجایب نقض کوي. د بېلګې په توګه، کارکوونکی په یو وخت د بېلابېلو ګومارونکو سره کار کوي، په رسمي وخت کې، چې د مزد په بدل کې یې په ګومارونکي پلورلی دی، شخصي کارونه ترسره کوي، یا هم هغه کار چې بدل کې یې مزد اخلي نه تر سره کوي. دا هم په افغانستان کې اکثره لیدل کېږي چې ګومارونکی قرارداد داسې طرح کوي چې د کارکوونکي حقوق پکې ضعیف وي، هر وخت او په هر دلیل چې وغواړي کارکوونکی منفک کړي، مزد یې پر وخت نه تادیه کوي، یا د کار ځای وضعیت داسې وي چې د کارکوونکي بنسټیزه اړتیاوې نه پوره کوي. پدې وضعیت کې دا لازمي ده چې د کارکوونکي حقوق د ګومارونکي د وجایبو په توګه او د کارکوونکي مکلفیتونه د ګومارونکي د حقوقو په توګه وڅېړل شي تر څو دواړه اړخونه وکولای شي په ارامه او قانونمنه فضا کې له خپلو حقوقو څخه ګټه پورته کړي. دا مقاله کمي څېړنه ده چې تشریحي-تحلیلي میتود پلی کوي او د دې پوښتنې ځواب لټوي چې د قانون په رڼا کې یو کارکوونکی کوم حقوق او مکلفیتونه لري.
کیلي: کارکوونکی، ګومارونکی، افغانستان، کار، قرارداد، حقوق، وجایب