تلپاتې پراختیا

کاردان پوهنتون، د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته لاسرسی د کاردان ټولنې او د دې پوهنتون د راتلونکو بریالیتوبونو لپاره یو لازمي امر ګڼي او د هغو ترلاسه کولو ته ځان ژمن بولي. تلپاتې والی، د کاردان پوهنتون یو له سټراټیژیکو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، کوم چې د دې بنسټ په ټولو چارو کې انعکاس مومي. د تلپاتې والي په برخه کې د محصلینو زده کړې، پرمختللې څېړنې او دا چې د کاردان پوهنتون فعالان د یوه تلپاتې او دوستانه میتود له لارې د ښې راتلونکې لپاره دنده ترسره کوي او ورته نور فعالیتونه؛ یادې برخې ته زموږ ژمنتیا ښیي. موږ له خپلو ملي او نړیوالو کاري شریکانو سره له نږدې کار کوو، چې تلپاتې والي ته په خپلو علمي او څېړنیزو برخو او فعالیتونو کې ځای ورکړو او په ورته مهال، د یادې برخې په تړاو د پوهاوي کچه لوړه کړو. کاردان پوهنتون ویاړي، چې د افغانستان د لومړني تحصیلي بنسټ په توګه یې په افغانستان کې له تلپاتې پراختیايي اهدافو څخه د ملاتړ له امله د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په درجه‌بندۍ کې ځای خپل کړ. د خپل اوسني او راتلونکي نسل لپاره د یوې تلپاتې راتلونکې په موخه ګډ کار کوو، او له تاسو مو هیله ده، چې په دې لاره کې زموږ ملتیا وکړئ.

د نړیوالو همکاریو او غړیتوبونو په تړاو مالومات ترلاسه کړئ.

نور ولولئ

د تلپاتې پراختیا اړوند څېړنې ولټوئ.

نور ولولئ

د ځوانو سفیرانو ټولنه، د کاردان پوهنتون د محصلینو لپاره د تلپاتې پراختیايي اهدافو په برخه کې عالي فرصتونه رامنځته کوي.

نور ولولئ

د کاردان پوهنتون د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو په اړه کره مالومات له دې ځایه ترلاسه کړئ.

نور ولولئ

سمپوزیمونه، علمي سرچینې او روزنیز پروګرامونه دلته ولټوئ.

نور ولولئ

اړیکه

محمد شمس فورمولی

د تلپاتې پراختیا دفتر همغږی کوونکی

برېښنالیک: s.formuly@kardan.edu.af