د کاردان پوهنتون محصلینو له لمر تلوېزیون څخه لیدنه وکړه

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ د لومړي سمسټر یو شمېر محصلینو د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه د یوه علمي سیر په ترڅ کې له لمر تلوېزیون څخه لیدنه وکړه.

دا علمي سیر د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ او د موبي ګروپ په ګډه همکارۍ جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې محصلین د یوه تلوېزیوني پروګرام د تولید له پړاوونو او څرنګوالي سره بلد او په دې تړاو یې لازم پوهاوی ترلاسه کړ.
د یاد ډیپارټمنټ استاد او د کاردان سټډیو مسوول نورالله بابکرخېل په دې اړه وویل: «د دې علمي سیر موخه د تیوري زده کړو ترڅنګ محصلینو ته د عملي کار اسانتیاوو برابرول و.»

د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ د لومړي سمسټر محصل محمد وحید کریمي د یاد علمي سیر په اړه وویل: «دا علمي سیر زما لپاره ډېر ګټور و، ځکه ما وکولای شول د یوه پروګرام تولید په عملي بڼه وګورم او په دې اړه ډېر څه را ته په عمل کې واضح شول.»

د یاد ډیپارټمنټ یو تن بل محصل مصطفی حسن چې د دې علمي سیر برخه و، وایي: «د تیوري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې له موږ سره مرسته کوي، چې د یوه پروګرام د تولیدي پړاونو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړو. له لمر تلوېزیون څخه لیدنه زما لپاره ډېره ګټوره تمامه شوه.»

په پای کې، محصلین د دې علمي سیر له ګټو خوښ برېښېدل او دا ډول پروګرامونه یې د انګېزې په رامنځته کولو او د لوړو علمي موخو په ترلاسه کولو کې خورا ګټور وبلل.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې خپلو محصلینو ته د علمي سیرونو او عملي کارونو اسانتیاوې برابرې او له دې لارې د هغوی د علمي او عملي پوهې کچه لوړه کړي.