کاردان پوهنتون د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ کلونو له‌پاره د خپل سټراتيژیک پلان مخ‌کتنه وکړه

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ کلونو له‌پاره یې د خپل دویم سټراتیژیک پلان چې پر غوره‌والي او پراختیا باندې تمرکز لري او له کارکوونکو، محصلینو، فارغانو او سټراتیژیکو کاري شریکانو سره په سلا مشوره جوړ شوی؛ مخ‌کتنه وکړه. د کاردان پوهنتون د راتلونکو پنځو کلونو سټراتيژیک پلان د غوره‌والي او پراختیا لرلید ته په پام د دې پوهنتون د لیدلوري او ماموریت پر بنسټ جوړ شوی، چې پنځه سټراتيژیک هدفونه، پنځه ارزښتونه او دوه سټراتیژیک نوښتونه په کې شاملېږي.

د کاردان پوهنتون رییس او بنسټ ایښودونکي رویین رحماني د کاردان پوهنتون د ۲۰۲۵ کال د لرلید په تړاو وویل: «په کاردان پوهنتون کې د یوه ژمن او متخصص ټیم په موجودیت کې د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ کلونو له‌پاره د کاردان پوهنتون د سټراتیژیک پلان پرانېسته په نېک فال نیسم او هغه د علمي غوره‌والي او پراختیا په برخه کې چې د راتلونکو پنځو کلونو په لړ کې زموږ د کار بنسټ جوړوي، یو بنسټیز ګام ګڼم. په دې سټراتیژیک پلان کې پنځه سټراتیژیک هدفونه ځانګړي شوي چې هر یو یې د راتلونکو پنځو کلونو په لړ کې د غوره‌والي او پراختیا لرلید ته د دې پوهنتون ژمنتیا څرګندوي. موږ به په سټراتیژیک پلان کې د خپلو پخوانیو ارزښتونو د ساتلو ترڅنګ د ټولو ارزښتونو د ترلاسه کولو په برخه کې جدي هلې ځلې وکړو. په راتلونکو پنځو کلونو کې د تحصیلي کمپلېکس جوړول زموږ له مهمو نوښتونو څخه ګڼل کېږي، چې له جوړېدو سره به بې پر نړیوالو معیارونو د برابر تحصیلي چاپېریال د درلودلو له‌پاره د کاردان د اکاډمیکې ټولنې غوښتنې پوره شي.»

د راتلونکو پنځو کلونو له‌پاره د کاردان پوهنتون سټراتيژیک اهداف له پراختیا او علمي غوره‌والي، د محصلینو او فارغانو بریا، په څېړنه کې غوره‌والی او د پوهنتون له هویت او پراختیا څخه عبارت دي. د سټراتیژیکو اهدافو ترڅنګ د عالي مرکزونو او د کاردان بنسټ رامنځ ته کېدل د دې پنځه کلن سټراتیژیک پلان له مهمو نوښتونو څخه ګڼل کېږي.

د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت د کاردان پوهنتون د لومړني سټراتیژیک پلان پلي کېدو او لاسته راوړنو ته په اشارې وویل: «موږ ویاړو، چې په کاردان پوهنتون کې د یوه ژمن ټیم په موجودیت کې مو وکولای شول د ۲۰۱۵ – ۲۰۲۰ کلونو د سټراتیژیک پلان ټول مهم اهداف او نوښتونه ترلاسه کړو. په تېر پلان کې زموږ یو مهم هدف د محصلینو علمي او مسلکي وده وه، چې د تحصیلي څانګو له ډېروالي، د پوهنتون له ډیجیټلي کولو، له نصاب بهر پروګرامونو د جوړېدو، د محصلینو له‌پاره د ستاینغونډو او په ملي او نړیوالو سیالیو کې د محصلینو له ګډون سره مو دې هدف ته لاس‌رسی وموند.»

د کاردان پوهنتون د سټراتیژیک پلان د مخ کتنې په مراسمو کې د پوهنتون د مشرتابه پلاوي ترڅنګ استادانو، کارکوونکو، محصلینو، فارغانو او د پوهنتون سټراتیژیکو همکارانو برخه اخیستې وه.

کاردان پوهنتون په پام کې لري، چې د راتلونکو پنځو کلونو له‌پاره د افغانستان د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ د لیسانس او ماسټري نوي پروګرامونه رامنځ ته کړي. د دې ترڅنګ دا پوهنتون غواړي، چې متخصص او باتجربه کادرونه وګماري او د ودې او پرمختګ زمینه یې برابره کړي. دا پوهنتون دغه راز په پام کې لري، چې غوره محصلین جذب کړي او د ګټورو او اغېزناکو پروګرامونو له پلي کېدو سره د هغوی حرفوي مهارتونه لوړ او په نصاب او له نصاب بهر پروګرامونو، ملي او نړیوالو سیالیو کې د ګډون زمینه او مناسب د کار او کارزده کړې فرصتونه ورته برابر کړي.

کاردان پوهنتون ژمن دی، چې د عالي مرکزونو او کاردان بنسټ له رامنځ ته کېدو سره د ملي پراختیايي لومړیتوبونو په بنسټیز او پلي کېدو کې خورا مهمه ونډه ولري. په کاردان پوهنتون کې د لوړو زده کړو د پراختیا مرکز جوړېدل، د تلپاتې پراختیا مرکز رامنځ ته کېدل، د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري د نړۍ په اغېز لرونکو پوهنتونونو کې راتلل، د ماشومانو له‌پاره له یوه ګرځنده کتابتون څخه مالي ملاتړ، په ملي کچه د ورزشي سیالیو ملاتړ او د زرګونو افغان ځوانانو له‌پاره د مالي مرستو او تحصیلي بورسیو برابرېدل په ټولنه کې د دې پوهنتون ژمنتیا، خدمت او اغېز ښيي.

د کاردان پوهنتون د ۲۰۲۵ کال د سټراتیژیک پلان لرلید د کیفیت، مشرتابه او په افغانستان کې د لوړو زده کړو د غوره‌والي په برخه کې د دې پوهنتون د ژمنو چارچوکاټ تشکیلوي. دا پوهنتون ژمن دی، چې د دې مهمو سټراتیژیکو اهدافو له پلي کېدو سره د افغانستان د لوړو زده کړو د کیفیت په ښه والي او د ټولنې په هوساینې کې مهمه ونډه ادا‌ء کړي.

کاردان پوهنتون له ټولو هغو محصلینو، فارغانو، کارکوونکو او همکارو بنسټونو څخه چې د دې سټراتیژیک پلان په طرح او تطبیق کې زموږ لاس‌نیوی کوي؛ د زړه له کومې مننه او د هغوی قدردانی کوي.