د ۱۳۹۹ کال د خزاني سمسټر ممتاز محصلین وستایل شول

کاردان پوهنتون د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۳۹۹ کال د خزاني سمسټر هغه ممتاز محصلین چې تر نورو محصلینو یې لوړې نمرې اخیستې وې، وستایل. د یاد سمسټر د ممتازو محصلینو ستاینغونډې د هر ډیپارټمنټ له لوري په جلا ډول جوړې شوې وې.

د غوره محصلینو ستاینغونډه د هغو محصلینو لپاره ځانګړې وه، چې د ۱۳۹۹ کال په خزاني سمسټر کې تر نورو لوړې نمرې اخیستې وې. دا ځل د کاردان پوهنتون د ۹ بېلابېلو ډیپارټمنټونو ۷۲ محصلینو دا ویاړ ترلاسه کړ، چې په ترڅ کې د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیې او ستاینلیکونه ورته ډالۍ شول.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني په دې اړه وویل: «ویاړم چې نن د پوهنتون د غوره محصلینو په مینځ کې یم او د تېر سمسټر په لړ کې د هغوی د علمي لاسته راوړنو قدردانی کوو. سره له دې چې په تېر سمسټر کې موږ ډېر ستونزې له هغې ډلې د تګ راتګ محدودیتونه، آنلاین زده کړې او ټولنیزې – اقتصادي هغه درلودې، خو بیا هم ستاسو هلې ځلې د ستاینې وړ دي.»

ښاغلي رحماني زیاته کړه، چې د تېر سمسټر په لړ کې د محصلینو لپاره د غوره تحصیلي چاپېریال د برابرولو په موخه یې څه باندې ۱۰۰ علمي پروګرامونه له هغې ډلې روزنیز ورکشاپونه، سیمینارونه، کنفرانسونه، غونډې، د ځانګړو مېلمنو ویناوې او تمثیلي محکمې جوړې کړې دي.

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصلې سعدیې ظریفي په دې تړاو وویل: «د غوره محصلینو د ستاینې جایزه یوازې یوه جایزه نه بلکې د تېر سمسټر په لړ کې د محصلینو د واقعي هڅو د پېژندلو په برخه کې یو غوره ګام دی. د دې ترڅنګ، ماته دا انګېزه راکوي، چې له تحصیلي نظره غوره عمل وکړم او د وړتیا پر بنسټ له تحصیلي بورسیې څخه برخمنه شم. پرلپسې څو ځله د دې جایزې ګټل زما او د کورنۍ لپاره مې د ویاړ ځای دی. له همدې امله، نور محصلین هڅوم چې په خپلو درسونو کې هڅه وکړي، څو دا جایزه ترلاسه کړي.»

کاردان پوهنتون ژمن دی، چې د هر سمسټر په پای کې محصلینو ته د هغوی د وړتیا پر بنسټ مالي مرستې وړاندې کړي. دا یو عملي لاره چاره ده، چې د محصلینو تحصیلي فعالیتونو ته وده ورکوي او د هېواد په تر ټولو معتبر پوهنتون کې لوړو زده کړو ته لېواله کوي.

کاردان پوهنتون په دوامداره ډول هڅه کوي، چې د عملي او نوښتګرو فعالیتونو له لارې د محصلینو بریاوې په رسمیت وپېژني او د زده کړو بهیر د ملګرو ملتونو له تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول له څلورم هدف (باکیفیته زده کړې) سره ادغام او تضمین کړي.