د کاردان پوهنتون د نویو شاملو شویو محصلینو له‌پاره د ښه‌راغلاست اونۍ جوړېدل

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې له ۷ تر ۱۲مې نېټې د خپلو نویو شاملو شویو محصلینو د هرکلي په‌موخه له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ پروګرام جوړ کړ.

د دې ځانګړې اونۍ د جوړېدو موخه د کاردان پوهنتون له مشرتابه، تحصیلي چاپېریال، استادانو، اسانتیاوو او امکاناتو سره د نویو شاملو شویو محصلینو آشنايي وه. د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ په لړ کې د بېلابېلو ځانګړو پروګرامونو د جوړېدو له لارې د نویو شاملو شویو محصلینو تود هرکلی وکړ.

د دې اونۍ په لومړیو دوو ورځو کې نوي محصلین د پوهنتون له درسي ټولګیو، استادانو، تدریسي سیسټم، د محصلینو د بریا له مرکز او د کاردان پوهنتون له تحصیلي چاپېریال سره بلد شول. د دې ترڅنګ، هر ډیپارټمنټ د خپلو ځانګړنو په‌اړه محصلینو ته هر اړخیز مالومات وړاندې کړل.

د کاردان پوهنتون د محصلینو د ګډون او بریا مرکز مدیر اجمل نبي‌زاده له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ په‌تړاو داسې وايي: «خوښ یو، چې له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ مو د یو لړ ګټورو پروګرامونو له تنظیم او جوړېدو سره ترسره کړه، چې محصلینو هم ترې هرکلی وکړ او د هغوی له‌پاره یوه ښه اونۍ وه. په ورته مهال، د بېلابېلو پروګرامونو د جوړېدو له لارې مو وکولای شول د کاردان پوهنتون د محصلینو ټولنو له‌پاره ښه استعدادونه وټاکوو.»

د دې اونۍ په څلورمه ورځ، د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر د خلص سوانح یا سي‌وي لیکلو په‌تړاو روزنیز سیمینار جوړ کړ. د دې سیمینار په لړ کې محصلین د معیاري سي‌وي لیکلو له اصولو سره بلد شول، څو وکولای شي د خپل کاري سفر په پیل کې ترې ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ یو تن نوي شامل شوي محصل له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ او ګټورو پروګرامونو د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه چې دا اونۍ د دې سبب شوه چې له کاردان پوهنتون، تحصیلي پروګرامونو، د تحصیلي موخو له ټاکلو او خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې د پلان له درلودلو څخه پوره درک ولرو او راتلونکي ته هیله‌من واوسو.

بل لور ته د تجارت ادارې محصلې ساره نوري په دې اړه وویل: «د ښه راغلاست اونۍ زموږ له‌پاره یو خارق العاده فرصت و، څو په کاردان پوهنتون کې له خپل علمي سفر څخه غوره درک ولرو.»

له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ په دوو وروستیو ورځو کې د کاردان پوهنتون د لوبډلو او نویو شاملو شویو محصلینو ترمنځ د کرکټ او فوټبال دوستانه لوبې وشوې، چې په لړ کې د نویو محصلینو له ډلې غوره استعدادونه هم وپېژندل شول.

له کاردانیانو د ښه‌راغلاست اونۍ د کاردان پوهنتون یو ځانګړی نوښت دی، چې د هر سمسټر په پیل کې د نویو محصلینو د هرکلي په‌موخه جوړېږي او په هغه کې محصلینو ته په کاردان پوهنتون کې د نوي تحصیلي سفر د پیل په تړاو د انګېزې ورکولو په برخه کې عملي او نوښتګر فعالیتونه ترسره کېږي.