له څلوېښت کلونو د کم‌عمره څلوېښت غوره څېرو د پنځم پړاو ګټونکي وستایل شول

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د روان ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۳۰مه یې له څلوېښت کلونو د کم‌عمره څلوېښت غوره څېرو پروګرام د پنځم پړاو ګټونکي د یو لړ ځانګړو مراسمو په‌ترڅ کې وستایل. په‌دې مراسمو کې د کاردان پوهنتون رییس او بنسټ ایښودونکي ښاغلي رویین رحماني، د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت، د پوهنځیو رییسانو، د ډیپارټمنټونو آمرینو، د دې معتبرې جایزې ګټونکو او د هغوی کورنیو ګډون درلود.

له څلوېښت کلونو د کم‌عمره څلوېښت غوره څېرو پروګرام د دې پړاو ګټونکي په ټولنه کې د مثبت اغېز درلودلو معیارونو ته په‌پام د کاردان پوهنتون د غوراوي کمېټې له لوري په څو بېلابېلو پړاونو کې د ۲۵۰ تنو محصلینو او فارغانو له مینځه ټاکل شوي دي. دا ځانګړې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او د هېواد د ملي سرود تر خپرېدو وروسته د پروګرام د اجنډا په‌تړاو ګډونوالو ته بشپړ مالومات ورکړل شول.

د کاردان پوهنتون رییس او بنسټ ایښودونکي پروګرام ته په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل: «نن خورا د خوښۍ او ویاړ ورځ ده، چې د کاردان پوهنتون د څلوېښت تنو بااستعدادو محصلینو او فارغانو د لاسته‌راوړنو چې هر یو یې په ټولنه کې مثبت او ګټور اغېز لري، ستاینه او قدردانی کوو. د سږ کال د څلوېښت غوره څېرو پروګرام جایزو ګټونکي په بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې مخکښ وو او د افغانستان د خلکو له‌پاره یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي. سږني ګټونکي د یوې رڼې پروسې په پایله کې په ټولنه کې د اغېز درلودلو معیار پر بنسټ وټاکل شول، چې په حقیقت کې د یوې روښانه راتلونکې له‌پاره زموږ د لیدلوري او د محصلینو او فارغانو د علمي او مسلکي ودې له‌پاره زموږ د ماموریت ښکارندويي کوي.»

ښاغلي رحماني ګټونکو ته په خطاب کې وویل، چې په ټولنه کې ستاسو ارزښتناک او ګټور خدمتونه له شک پرته چې د یوه بسیا افغانستان د درلودلو له‌پاره ستاسو ژمنتیا څرګندوي او دا د کاردان د لویې کورنۍ له‌پاره د قدر وړ او خورا ارزښتمن دي. د دې جایزې ګټل د ټولنې او خلکو پر وړاندې ستاسو مسوولیت لا ډېروي او زه پوره باوري یم، چې په راتلونکي کې به د تاسو بااستعدادو او ژمنو ځوانانو له‌لوري په ټولنه کې د پراخو ټولنیزو بدلونونو او ویاړونو شاهدان واوسو.

د دې جایزې ګټونکې او د تجارت ادارې محصله بهشته نور وايي:« د ډېر ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې نن مې د کاردان پوهنتون له څلوېښت کلونو د کم‌عمره څلوېښت غوره څېرو جایزه وګټله او دا زما لپاره یوه لویه لاسته‌راوړنه ده. د کاردان پوهنتون له مشرتابه نه هم ځانګړې مننه کوم چې زه یې د دې جایزې وړ وګڼلم.»

له څلوېښت کلونو د کم‌عمره څلوېښت غوره څېرو جایزه د کاردان پوهنتون تر ټولو معتبره جایزه ده چې په کلني ډول د دې پوهنتون هغو محصلینو او فارغانو ته ورکول کېږي کوم چې عمرونه یې تر څلوېښت کلونو کم او په ټولنه کې تر نورو مثبت اغېز ولري. دا پروګرام له تېرو پنځو کلونو راهیسې د یو لړ ځانګړو مراسمو په‌ترڅ کې څلوېښت غوره څېرو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره جوړېږي.

د دې جایزې یو تن بل ګټونکي او د تجارت ادارې د ماسټرۍ محصل میرزا علي واثق په‌دې اړه وویل:« د دې پروګرام د جوړېدو له‌امله د کاردان پوهنتون له مشرتابه څخه مننه کوم. خوښ یم چې د دې جایزې ګټونکی بلل شوی یم. دا زما او زما د کورنۍ له‌پاره د ویاړ ځای دی.»

د دې پروګرام د جوړېدو آره موخه د کاردان پوهنتون د څلوېښت غوره څېرو پېژندل او د هغوی قدردانی دی، چې له خپلې علمي پوهې څخه په ګټې اخیستو په ټولنه کې مثبت اغېز لري او د دې ترڅنګ د ټولنې بریالي او اغېز لرونکي متشبثین، کارفرمایان، رییسان، بنسټ ایښودونکي، څېړونکي، لوبغاړي او رضاکاران دي.

د دې پروګرام د پنځم پړاو ګټونکي د هغو ۱۶۰ تنو پیاوړو او باانګېزې ځوانانو په ډله کې زیات شول، چې تر دې وړاندې یې دا معتبره جایزه ګټلې ده. د دې ترڅنګ، دا څلوېښت غوره څېرې د یوه ځلېدلي پوهنتون چې علمي او مسلکي غوره‌والي ته ژمن دی، ښکاره بېلګه ده.