کور / د انګلیسي ژبې څانګه

د انګلیسي ژبې څانګه

د کاردان پوهنتون د انګلیسي ژبې څانګه ددې بنسټ یوه له خورا بریالیو برخو څخه ده، چې د انګلیسي ژبې بېلابېل پروګرامونه په لوړ کیفیت وړاندې کوي. کاردان پوهنتون د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي پروګرامونه طرحه کړي، چې له محصلینو سره د مهارتونو او وړتیاو په ترلاسه کولو کې بنسټیز رول لوبوي. دا پروګرام نه یوازې په کاري ساحه بلکې د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو کې هم د محصلینو لپاره خورا ګټور تمامېږي.

د کاردان پوهنتون د انګلیسي ژبې څانګه د کورنیو او بهرنیو مسلکي استادانو او دغه راز له بېلابېلو ارګانونو څخه د بریالیو کسانو په مرسته او همکارۍ هڅه کوي، چې د محصلینو د لیکلو، لوستلو، اورېدلو او خبرې کولو مهارتونه وده او پیاوړتیا ومومي. ددې ترڅنګ، محصلین له هېواده بهر د تحصیلي بورسیو لپاره د چمتوالي او په انګلیسي ژبه کې د اړیکو د پیاوړتیا په مومخه په یادو پروګرامونو کې شاملېږي.



د فیس ورکړې جدول

پروګرام وخت داخله فیس د هویت کارت آزموینې او دیپلوم مجموعه
په انګلیسي ژبه کې سرټیفیکټ (CEL) درې میاشتې 3000 افغانۍ 3000 افغانۍ وړیا وړیا 12000 افغانۍ
په انګلیسي ژبه کې دیپلوم (DEL) یو کال 3000 افغانۍ 3000 افغانۍ وړیا وړیا 39000 افغانۍ
د TOEFLآزموینې چمتوالی درې میاشتې رایگان 11500 افغانۍ وړیا وړیا 11500 افغانۍ

درسي وختونه

په انګلیسي ژبه کې سرټیفیکټ (CEL) 6:00 سهار - 8:00 سهار 4:00 مازیګر - 6:00 مازیګر
6:00 مازیګر - 8:00 ماښام
په انګلیسي ژبه کې دیپلوم (DEL) 6:00 سهار - 8:00 سهار 4:00 مازیګر - 6:00 مازیګر
6:00 مازیګر - 8:00 ماښام
د TOEFLآزموینې چمتوالی 6:00 سهار - 8:00 سهار 5:00 مازیګر - 7:00 ماښام