د کاردان پوهنتون د لیکوالۍ او اړیکو مرکز د مشورتي او تدریسي خدمتونو پر فعالیتونو بوخت دی، چې بنسټيزه موخه یې د لیسانس او فوق لیسانس محصلینو لپاره په بېلابېلو برخو کې علمي او مسلکي سلا مشورې دي. دغه مرکز د کاردان پوهنتون د ستراتیژیکو موخو پر بنسټ، چې محصلینو ته انګېزه ورکول او شخصي او مسلکي غوره والی دی، تاسیس شوی دی.
ددې مرکز آره موخه داده، چې د کاردان پوهنتون محصلین پر دې وتوانېږي، چې هم له ګرامري او هم له محتوايي اړخه غوره لیکنې وکړي.
پروګرامونه او خدمتونه
دا مرکز د لیکوالۍ او لیکني سبکونو په تړاو ډول ډول خدمتونه وړاندې کوي. محصلین کولای شي د لیکنې په هر پړاو کې له دې مرکز څخه لیدنه وکړي. موږ یوازې د محصلینو له لوري وړاندې شوې لیکنې نه اېډیټ کوو، بلکې په لیکنه کې د شته ستونزو په اړه وضاحت ورکوو او له هغوی سره د لیکنې د ډول، اېډیټ او اضافي مطالبو په لرې کولو کې اړینه مرسته او همکاري کوو.
زمونږ خدمتونه:
- د فردي لیکنې سلا مشوره
- په پایلیک او نورو علمي لیکنو کې همکاري
- د مطالبو کره ارزونه
محصلین دغه راز کولای شي د انګلیسي ژبې مهارتونو د پیاوړتیا لپاره هم له دې مرکز څخه لیدنه وکړي. د فردي سلا مشورو ترڅنګ دا مرکز ډلهییزې مشورې او د لیکنو په تړاو روزنیز ورکشاپونه هم جوړوي. ددې مرکز لیکني خدمتونه آنلاین او آفلاین دي او د وېبپاڼې یوه برخه تخصصي تحصیلي لیکنو ته ځانګړې شوې ده.