کاري – تحصیلي پروګرام

کور / د محصلینو د بریا مرکز / د کارموندنې خدمتونه / کاري – تحصیلي پروګرام

د کاري – تحصیلي پروګرام موخه دا ده، چې محصلینو ته پر شخصي او اداري تخصص او پوهې سربېره د علمي مهارتونو د ودې او پیاوړتیا آسانتیاوې هم برابرې شي. دا پروګرام د کاردان پوهنتون دننه هغو محصلینو ته، چې له مالي ستونزو سره مخ دي؛ د نیمې ورځې کار زمینه برابروي. پر شراېطو برابر محصلین باید په یوه اونۍ کې له ۲۴ تر ۳۶ ساعته د اداري کار زده کوونکي یا علمي کار زده کوونکي په توګه په اداره کې دنده ترسره کړي.