کار زده کړه / کاري فرصتونه

کور / د محصلینو د بریا مرکز / د کارموندنې خدمتونه / کار زده کړه / کاري فرصتونه

د تحصیلي بهیر په ترڅ کې کار زده کړه له شک پرته چې مهمې ګټې لري. علمي مطالعاتو ته لاسرسی او له فراغت وړاندې د کاري موخو او باارزښته تجربو د ترلاسه کولو روزنیز فرصتونه، چې د هر سازمان لپاره خورا کلیدي عناصر ګڼل کېږي، د کار زده کړې مهمې ګټې بلل کېدای شي. په ټوله کې کار زده کړه بې کاري تجربې محصلینو ته د کاري ساحې د ننوتلو لار پرانېزي. دا هغه خای دی، چې محصلین په خپله حرفوي څانګه کې پر کار پیل کوي.

ګټې

د یوه بالقوه او ښه کارکوونکي په توګه کارزده کړه نورې مهمې ګټې هم لري، چې په لاندې ډول دي:


  • لومړنۍ تجربه، چې تاسې یې په لټه کې یئ
  • تاسې کولای شئ خپل راتلونکی کارفرما پیدا کړئ
  • ستاسو د پوهې او مهارتونو پیاوړتیا
  • ستاسو د CV پیاوړتیا
  • ستاسو د حرفوي اړیکو شبکې پراختیا
  • کیدای شي ستاسو لپاره یوه عملي تجربه اوسي

د غوښتنلیک ورکولو څرنګوالی

محصلین د ۲،۰ او له هغه ډیر GPA او ۶۰ سلنه حاضرۍ په درلودلو سره کولای شي کارزده کړې پروګرام ته غوښتنلیک ورکړي. هیله ده، د کارزده کړې غوښتنلیک له دې ځایه کښته (ډانلوډ) کړئ او د کارموندنې خدمتونو دفتر ته یې ولېږئ.