کور / د محصلینو د بریا مرکز / بورسیې او مالي مرستې

بورسیې او مالي مرستې

د تحصیلي لګښت له مرستې څخه موخه له هر هغه محصل سره مرسته ده، چې په ۲۰۱۷ تحصیلي کال کې یې په کاردان پوهنتون کې نوم لیکنه کړې وي او مالي مرستې او همکارۍ ته اړتیا ولري. د پسرلي او مني دواړو سمسترونو کې د تحصیلي لګښت مرسته د لاسرسي وړ ده. د محصلینو د اړتیاو پر بنسټ یو شمېر محصلینو ته په مالي مرستو او د بورسیو د بودیجې په تخصیص کې لومړیتوب ورکول کېږي.

د کاردان پوهنتون د بورسیو او مالي مرستو دفتر په پام کې نیول شوي کمکونه هغو محصلینو ته، چې پر شرایطو برابر او له یادو مرستو د ګټې اخیستو معیارونه یې پوره کړي، وړاندې کوي. کاردان پوهنتون مالي مرستې د تحصیلي لګښتونو، بورسیو او عملي کار زده کړې په چوکاټ کې چمتو کړې دي. د بورسیو او مالي مرستو دفتر د هر سمستر په پیل کې د غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو بهیر پیلوي، چې د یوې میاشتې لپاره د موجودو او نویو شاملو شویو محصلینو لپاره پرانیستی وي. د یادو محصلینو لپاره په کلني ډول شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کېږي.

د بورسیو او مالي مرستو کاري بهیر داسې تنظیم شوی، چې موجود او نوي شامل شوي محصلین باید د تحصیلي لګښت د مرستې فورم ډک کړي. د کاردان پوهنتون د بورسیو او مالي مرستو دفتر د موجودو محصلینو پر شرایطو د برابرېدو تغییرات څېړي او په اړه یې پرېکړه کوي، که چېرې د موجودو محصلینو شراېط بیا هم د کاردان پوهنتون له په پام کې نیولو شرایطو سره سمون ولري؛ نو مرستې ورسره دوام مومي او له هغه پرته کمې او یا هم بندېږي. نوي شامل شوي محصلین بیا د غوښتنلیک له ډکېدو وروسته د مرکې لپاره غوښتل کېږي او پر شرایطو برابرېدل یې له نژدې ارزول کېږي.

د یادولو وړ ده، چې د محصلینو اسناد د وروستۍ پرېکړې لپاره د کاردان پوهنتون د بورسیو او مالي مرستو کمېټې ته لېږل کېږي او د بورسیو او مالي مرستو دفتر بیا د کمېټې پرېکړه پلې کوي. تاسې کولای شئ غوښتنلیک د کاردان پوهنتون د دویم پروان څانګې د بورسیو او مالي مرستو له دفتر څخه ترلاسه او له ډکېدو وروسته یې بېرته یاد دفتر ته وسپارئ.


احسان الحق حقجو

د بورسیو او مالي مرستو مسوول

e.haqjo@kardan.edu.af


د مالوماتي پاڼې ډانلوډ


خبرونه


تعهد بر تسهیل فرصت‌های بیشتر برای‌ زنان در عرصه‌ تحصیلات عالی

پوهنتون کاردان با همکاری وزارت تحصیلات عالی جمهوری اسلامی افغانستان سومین جلسه هماهنگی واحدهای جندر پوهنتون ها و موسسات تحصیلات عالی خصوصی را به تاری...

هفته استقبال؛ فرصتی برای آشنایی محصلان جدیدالشمول با پوهنتون کاردان

مرکز موفقیت محصلان پوهنتون کاردان افتخار دارد که برنامه هفته استقبال را برای محصلان جدیدالشمول سمستر خزانی 1398 این پوهنتون برگزار نمود.

قهرمانی اعضای تیم مناظره پوهنتون کاردان در رقابت مناظره میان پوهنتون‌ها

تیم مناظره پوهنتون کاردان در رقابت مناظره میان پوهنتون‌های خصوصی عنوان قهرمانی این رقابت را کسب نمود. این برنامه رقابتی به میزبانی پوهنتون غالب و با ...