د کاردان پوهنتون موجود او نوي شاملېدونکي محصلین چې د لیسانس او ماسټرۍ په پروګرامونو کې یې د نوم لیکنې شراېط بشپړ کړي وي؛ کولای شي د پوهنتون له مالي مرستو برخمن شي. د هر سمسټر او یا تحصیلي کال په پیل کې د مالي مرستې د ترلاسه کولو لپاره باید محصل د غوښتنې فورم ډک او د پوهنتون د بورسیو او مالي مرستو دفتر ته یې وسپاري. د محصلینو مالي وضعیت ته په پام کېدای شي مالي مرستې کمې او یا ډېرې شي.
د وړتیا پر بنسټ د بورسیو معیار
د وړتیا پر بنسټ له بورسیو څخه په لاندنیو معیارونو برابر محصلین ګټه اخیستلای شي:
- محصل باید د کاردان پوهنتون د بورسیو فورم بشپړ کړي
- د لیسانس محصلینو لپاره په تېر سمسټر کې ۹۸٪ نمرې
- د فوق لیسانس محصلینو لپاره په تېر سمسټر کې ۹۵٪ نمرې
- په تېر سمسټر کې لږ تر لږه ۷۵٪ حاضري
- په تېر سمسټر کې ۴،۰ GPA درلودل او په ټوله کې ۳،۸ (CGPA)
- هغو محصلینو ته چې په ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه اخلي، لومړیتوب ورکول کېږي
د مالي مرستو د ترلاسه کولو شراېط
هغه محصلین چې لاندې شراېط بشپړ کړي؛ کولای شي له تحصیلي بورسیو څخه برخمن شي:
د نویو شاملو شویو محصلینو لپاره:
- د غوښتنلیک د ډکولو له لارې د مالي مرستې غوښتنه
- پوهنتون کې د شاملېدو لپاره د ټولو اړینو سندونه درلودل
- د علمي، فرهنګي او سپورتي لاسته راوړنو درلودل
- د تحصیلي څانګې د ټاکلو لپاره د معیارونو په پام کې نیول
د برحاله محصلینو لپاره:
- د سمسټر لپاره محصل باید لږ تر لږه ۱۵ کریډیټونه راجسټر کړي
- په هغه دوره کې چې محصل د مالي مرستې غوښتنه کوي د فیس د ځنډني ورکړې له امله نه وي جریمه شوی
- محصل باید ثابته کړي، چې د منلو وړ علمي پرمختګ څخه برخمن دی او د GPA ۳ درجه ترلاسه کړي
- د حاضرۍ اوسط یې باید په تېر سمسټر کې ۸۵٪ وي
- د څېړنیزو لاسته راوړنو درلودل او د عامه خدمتونو ترسره کول
د کاردان پوهنتون حرفوي او دوستانه چاپېریال زما د علمي او کاري سفر په برخه کې د پاموړ ونډه لرلې. ما زده کړي، چې په پوره ژمنتیا کار وکړم او د هغو بااستعدادو افغان مېرمنو لپاره لار هواره کړم، چې کولای د خپلې کورنۍ د ژوند او ټولنې د ښه والي لپاره لوی کارونه ترسره کړي.
الهه نایب بشرنواز
د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ محصله او د ایټالیا سفارت د پرمختیايي همکاریو د برخې د ملي حقوقو مسووله
کاردان پوهنتون ما ته دا فرصت برابر کړی، چې وکولای شم د افغانستان په تر ټولو معتبر پوهنتون کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړم. دې فرصت له ماسره مرسته وکړه، چې پر نړیوالو معیارونو برابرولو لوړو زده کړو څخه برخمن شم او د مدیریت او مالي چارو په تړاو خپلې نظري او عملي پوهې ته پراختیا ورکړم. دغه راز، ما د خپلو ارتباطاتو مهارتونو کې تر یوه بریده ښه والی راوستی او اوس کولای شم په ښه ډول وینا وکړم.
مصطفی رسولی
د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د ماسټرۍ محصل
زه د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د لیسانس پروګرام محصل یم. واقعا خوش چانس وم، چې له امام بخاري دارالایتام له ښوونکو او کارکوونکو سره د کاردان پوهنتون د همکاریو له لارې مې تحصیلي بورسیه ترلاسه کړه. خوښ یم، چې د افغانستان په تر ټولو معتبر پوهنتون کې لوړې زده کړې کوم. دې پوهنتون د خپلو محصلینو لپاره پر پرمختللیو وسایلو او امکاناتو سمبالې ښوونیزې آسانتیاوې برابرې کړي او د علمي برخې کارکوونکي د محصلینو د ملاتړ لپاره له هېڅ ډول هلو ځلو څخه درېغ نه کوي. په کاردان پوهنتون کې د تحصیلي دورې له پیل سره خوشال یم، چې د مجربو استادانو تر لارښوونې لاندې مې د عملي زده کړو فرصت موندلی دی.
روح الله محمدی
د تجارت ادارې د لیسانس ډیپارټمنټ محصل او د امام بخاري دارالایتام ښوونکی
زه د افغانستان په تر ټولو معتبر او پېژندل شوي پوهنتون کاردان کې د تجارت ادارې د ماسټرۍ پروګرام مخ ته وړم. دا پوهنتون ځوان نسل ته په یوه معیاري او دوستانه چاپېریال کې پر نړیوالو معیارونو برابرې لوړې زده کړې ورکوي. خوښ یم، چې د یوې بشپړې تحصیلي بورسیې په ترلاسه کولو سره د دې چانس لرم، چې د افغانستان په تر ټولو غوره پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوم. له لومړۍ ورځې چې کاردان پوهنتون ته راغلم پر دې وپوهېدم، چې خپلو علمي تګلارو او حرفوي مهارتونو ته باید پیاوړتیا ورکړم؛ ترڅو خپلو شخصي موخو ته ورسېږم او یو ښه ژوند ولرم. له کاردان پوهنتون څخه د بشپړو تحصیلي بورسیو د ورکړې او د امام بخاري دارالایتام کارکوونکو او هغو کسانو ته د تحصیلي فرصتونو د برابرولو له امله چې د لوړو زده کړو د پرمخ وړلو لپاره مالي مرستو ته اړتیا لري؛ مننه کوم.
محمد زاید جانباز
د تجارت ادارې د ماسټري محصل