د کاردان پوهنتون محصلینو ته د اساسي قانون په تړاو سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د بېلابېلو تحصیلي څانګو محصلینو ته د اساسي قانون د تصویب ۱۶ مې کلیزې په مناسبت یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو. دا سیمینار د دې پوهنتون د جندر او له فارغانو سره د اړیکو دفتر له لوري د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ جوړ شوی و.

په یاد سیمینار کې د ادارې او تجارت د ماسټري او لیسانس، د نړیوالو اړیکو د ماسټري، حقوقو، انجنیري او کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټونو محصلینو برخه اخیستې وه، چې د جوړېدو موخه یې د اساسي قانون پېژندتیا او د ژوند په بېلابېلو برخو کې د یاد قانون پلي کېدل او له هغه څخه ګټه اخیستل و.

د سیمینار په پنل یا ګروپي بحث کې د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې ذکیه عدیل، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد ایوب یوسفزي، د کابل پوهنتون استاد ډاکټر لطف الرحمن سعید او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون غړي عبدالروف هروي برخه لرله، چې د هېواد د اساسي قانون په تړاو یې هر اړخیز بحث او د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټري څانګې فارغ التحصیل محمد اقبال یوسفزي، چې په دې سیمینار کې یې برخه اخیستې وویل:« د اساسي قانون په تړاو د دې مهم سیمینار د جوړېدو له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه کوم. په دې سیمینار کې مې د دې قانون په اړه ډېر څه زده کړل او دا فرصت مې هم وموند، چې له مودو وروسته له کاردان پوهنتون څخه لیدنه وکړم.»

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې د خپلو محصلینو او فارغانو د علمي سویې د لوړولو په موخه د بېلابېلو مهمو مسایلو په تړاو روزنیز سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي او له دې لارې د هغوی د عمومي مالوماتو کچه لوړه کړي.