د کاردان پوهنتون د پنځه کلن اغېز راپور خپور شو

کاردان پوهنتون، د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د خپل پنځه کلن اغېز راپور، چې د اقتصاد، ټولنې، کلتور او چاپېریال ساتنې مهمې او بنسټیزې برخې په بر کې نیسي؛ خپور کړ. دا راپور اقتصادي ـ ټولنیز او چاپېریالي پرمختګ ته د کاردان پوهنتون ژمنتیا ښيي او له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۸ کلونو پورې په سیمه ییزه او ملي کچه د دې پوهنتون اغېز څرګندوي.

دا په خپل ډول کې لومړنی راپور دی، چې پر اقتصادي، ټولنیزو، چاپېریالي او کلتوري برخو د یوه خصوصي بنسټ اغېز په ګوته کوي.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني غونډې ته په خپله پرانېستونکې وینا کې د دې راپور له خپرېدو خوښي وښوده، زیاته یې کړه: « دا راپور د افغانستان په اقتصادي، ټولنیزو، چاپېریالي او کلتوري برخو کې زموږ اغېز څرګندوي. کاردان پوهنتون د خپل تاسیس له پیل تر دې مهاله د لومړني او مخکښ خصوصي پوهنتون په توګه د زرګونو کورنیو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند اغېز درلودلی دی.»

ښاغلي رحماني زیاته کړه، موږ د خپل اغېز پر مټ د افغانستان با ثباته راتلونکې ته خپله ژمنتیا ښیو. موږ په ټوله کې شاوخوا ۴ میلیارده افغانۍ اغېز درلودلی، چې د کارکوونکو معاشونه، حکومت ته د مالیې ورکړه، څېړنې او ځينې نورې برخې پکې شاملېږي.

کاردان پوهنتون د لوړو زده کړو، څېړنې او نوښت د مرکز په توګه هڅه کوي، د ملګرو ملتونو ۱۷ تلپاتې موخو ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان لپاره یو مهم محرک واوسي. د ملګرو ملتونو د تلپاتې موخو ۹ هغه یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له زده کړو او څېړنو سره تړاو لري او دا پوهنتون له دې لارې هڅه کوي دغو موخو ته په رسېدو کې خپله ونډه ادا کړي.

د کاردان پوهنتون استاد غیاث سادات، چې په ۲۰۱۷ کې د دې پوهنتون د ادارې او تجارت له ماسټري څانګې فارغ شوی او د دې څانګې لومړنی د سرو زرو مډال ګټونکی دی، پر خپل شخصي او علمي ژوند یې د کاردان پوهنتون اغېز خورا ارزښتناک وباله. ښاغلی سادات چې په عامه مدیریت کې د سینګاپور له ملي پوهنتون څخه خپله دویمه ماسټري ترلاسه کړې وايي: « کاردان پوهنتون کې زده کړو له ماسره د پام وړ مرسته وکړه چې په نړیوال کڅ زده کړو سره خپل ځان برابر کړم.»
نرګس جمال مشرف، چې په ۲۰۱۴ کال کې د کاردان پوهنتون له حقوقو پوهنځي فارغه شوې، پر خپل شخصي او کاري ژوند یې د کاردان پوهنتون اغېز خورا مثبت وباله، او پر وینا یې چې اوس د مېرمنو د پیاوړتیا د یو مهم پروګرام مشري پر غاړه لري او په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷ زره انفرادي غړي لري.

د ویلو وړ ده، چې دا راپور د کاردان پوهنتون د مخکښو څېړونکو له لوري چمتو شوی او ښيي، چې دې پوهنتون د لګښت، کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو، د زده کړو د تولید او د وړ او مسلکي کاري ځواک په رامنځ ته کولو کې څومره د پام وړ ونډه او ارزښت درلودلی دی.