د اقتصاد او ټولنیزو علومو د علمي ژورنالونو نوې ګڼې خپرې شوې

د کاردان پوهنتون د اقتصاد او مدیریتي علومو د دویم ټوک لومړۍ او دویمه ګڼه او د ټولنیزو او انساني علومو د دویم ټوک لومړۍ ګڼې چاپ او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې یې مخکتنه وشوه.

د یادو مراسمو د جوړېدو موخه د کاردان پوهنتون د څېړنیزې ډلې او د څېړنۍ او پراختیا ډیپارټمنټ د جدي هلو ځلو ستاینه او قدردانی و. په یادو دواړو ژورنالونو کې د کاردان پوهنتون د څېړنیزې ډلې لیکنې چې تر ډېره د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزو برخو په تړاو دي؛ خپرې شوې دي.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني په یاده غونډه کې وویل: « د کاردان پوهنتون له پیل تر دې مهاله موږ په بېلابېلو برخو له هغې ډلې په څېړنه او نوښت کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو. موږ ویاړو، چې د پوهې د تولید، د زده کړو کیفیت د لوړېدو او په افغانستان کې د لوړو زده کړو سکټور باندې د مثبتې اغېزې لپاره دا ماموریت پر غاړه اخلو.»

د کاردان پوهنتون د څېړنې او پراختیا ډیپارټمنټ مسوول نصیرالحق وانی بیا وايي: « څېړنې په هر هېواد کې د علمي سټنډرډونو د پیاوړتیا لپاره خورا مهمې ګڼل کېږي. په علمي نړۍ کې د پاتې کېدو لپاره تاسو اړ یئ، چې په لوړ کیفیت څېړنیزې لیکنې خپرې کړئ.»

په یادو دواړو ژورنالونو کې د افغانستان د سوداګرۍ، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو او د هېواد په دولتي او خصوصي بانکونو کې د کرېډیټ مدیریت او نورو بېلابېلو اقتصادي او ټولنیزو برخو په اړه د کاردان پوهنتون د څېړن ډلې او محصلینو لیکنې خپرې شوې دي.