عظمی ذهین رفعت د لوړو زده کړو وزارت له لوري وستایل شوه

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټري څانګې محصله عظمی ذهین رفعت د محصل د نړیوالې ورځې او د هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د غوره محصلینو د ستاینې په موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري وستایل شوه.

په دغو مراسمو کې د آغلې رفعت ترڅنګ د هېواد د خصوصي او دولتي پوهنتونونو شاوخوا ۴۰۰ هغه محصلین، چې د ۱۳۹۸ کال په پسرلني سمسټر کې یې لوړې نمرې او علمي لاسته راوړنې درلودلې، د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي له لوري د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.

آغلې رفعت د کاردان پوهنتون د ۲۰۱۹ کال تر څلوېښت کلونو د کم عمره څلوېښت غوره څېرو په ډله کې هم راغلې ده. نوموړې په دې پروسه کې د شاوخوا ۲۱۶ تنو نوماندانو له مینځه د تر ټولو ډېرو نمرو په ترلاسه کولو بریالۍ او د څلوېښت غوره څېرو د ډلې په سر کې ځای لري.

له څلوېښت کلونو د کم عمره څلوېښت غوره محصلینو او فارغانو پروګرام د کاردان پوهنتون د محصلینو او فارغانو د ستاینې تر ټولو مهم پروګرام دی، چې په ترڅ کې څلوېښت هغه غوره څېرې، چې عمرونه یې له څلوېښت کلونو کم او د مشرتابه، مدیریت، په ټولنه کې د اغېز درلودلو او علمي برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري؛ ټاکل کېږي.

د ویلو وړ ده، چې آغلې رفعت د سولې او د ښځو حقوقو په برخه کې د رغنده فعالیتونو له امله د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ان ـ پیس جایزې ته هم نومانده ده.

د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوی نوموړې ته په یادو ټولو برخو کې د بریالیتوبونو مبارکي وايي او هیله لري، چې د خپلو دغو لاسته راوړنو پرمټ د هېواد او خلکو د خدمت جوګه شي.