د اسلام او معاصرو علومو د اړیکو په تړاو د سیمینارونو لړۍ تر سره شوه ‎

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د خپلو محصلینو د علمي او مسلکي وړتیاو د لوړولو په موخه د اسلام او معاصرو علومو د اړیکو په تړاو د سیمینارونو لړۍ یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله. دا سیمینارونه د اسلامي او طبي علومو د څېړونکي ډاکټر محمد سلیمان نثاري په همکارۍ جوړ شوي وو، چې پکې د بېلابېلو اړوندو مسایلو په اړه له محصلینو سره مهم علمي مالومات شریک شول.

ددې لړۍ لومړنی سیمینار «اقتصاد د اسلام له نظره» تر سرلیک لاندې د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لسګونه محصلینو په ګډون د تایمني څانګې د غونډو په تالار کې جوړ شو. ښاغلي ډاکټر محمد سلیمان نثاري په دې سیمینار کې هڅه وکړه، چې د اسلام د اقتصادي نظام، زکات، د رزق د ترلاسه کولو لارو چارو، په ځمګه کې د انسان د لګښت، د انسان له بدن سره د اقتصادي نظام د پرتلې او یو شمېر نورو اړوندو برخو په اړه مهم علمي مالومات ورکړي. ددې ترڅنګ په یاد سیمینار کې د انسان د پیدایښت، له انسان سره د خدای تعالی د بې کچې مینې، د وړیا اکسیجن د موجودیت او د انسان د بدن د ځینو غړو د جوړښت او فعالیتونو په اړه هم بحث او خبرې اترې وشوې.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ښاغلي ډاکټر سید عبدالمعز میرزاده د سیمینار په پرانېستونکې وینا کې له ښاغلي نثاري څخه مننه وکړه، چې د دا ډول علمي سیمینارونو د جوړېدو له لارې د کاردان پوهنتون د محصلینو د علمي ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته او همکاري کوي. ښاغلي میرزاده هیله وښوده، چې محصلین به ددې سیمینارونو په ترڅ کې ډېر نوي څه پیدا او د علمي وړتیاو په لوړولو کې به یې ګټور تمام شي.

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت څانګې محصل تمیم احمد د محصلینو د علمي او مسلکي وړتیاو د لوړولو په برخه کې د دا ډول سیمینارونو جوړول خورا ګټور وبلل، زیاته یې کړه: « په نني سیمینار کې ما داسې مسایل واورېدل او زده کړل، چې تر دې وړاندې پرې نه پوهیدم. له کاردان پوهنتون مې هیله دا ده، چې زموږ محصلینو د علمي سویې د لوړولو لپاره دې ته ورته نور سیمنیارونه هم جوړ کړي.»

د یادو سیمینارونو د لړۍ دویم هغه د ټولنیزو علومو او حقوقو پوهنځیو د محصلینو لپاره «ټولنیز علوم د اسلام له نظره» تر سرلیک لاندې او درېیم سیمینار «ساینس او ټکنالوژي د اسلام له نظره» د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي د محصلینو لپاره جوړ شول، چې پکې د اړوندو مسایلو په تړاو له محصلینو سره مهم مالومات شریک شول.

د پروګرام په پای کې د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت د یادو علمي سیمینارونو له وړاندې کوونکي ډاکټر محمد سلیمان نثاري څخه مننه وکړه، چې له کاردان پوهنتون سره یې په یو مهم ماموریت کې، چې د محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول دي؛ مرسته او همکاري وکړه. ښاغلي نهضت ډاډ ورکړ، چې کاردان پوهنتون به په بېلابېلو برخو کې د محصلینو د علمي سویې د لوړولو په موخه د ورته سیمینارونو لړۍ روانه وساتي.

د یادولو وړ ده، چې ډاکټر محمد سلیمان نثاري د داخله ناروغیو متخصص او د اسلام او طب په اړه څېړنې کوي. نوموړی د طبي او اسلامي علومو او ساینس او قرانکریم په اړه څېړنیز او تدریسي فعالیتونه هم لري، چې په کلني ډول په بېلابېلو څېړنیزو پروګرامونو او بحثونو کې د ګډون لپاره د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته بلل کېږي. ښاغلي نثاري د قرانکریم او امبریولوژي کتاب لیکوال او د امام بخاري رح د یتیم‌پالنې مرکز بنسټ ایښودونکی دی، چې شاوخوا ۳۰۰ یتیمو ماشومانو ته یې د سرپناه او ښوونې او روزنې آسانتیاوې برابرې کړي دي.