د ملګرو ملتونو د رضاکارانو پروګرام محصلینو ته د عملي کار آسانتیاوې برابروي

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په همکارۍ د دې سازمان د رضاکارانو ډلې کوربه و. د یادې لیدنې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو پروګرام د چارو او فعالیتونو په تړاو د کاردان پوهنتون محصلینو ته اړین مالومات ورکړل شول.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ادارې او تجارت د لیسانس او ماسټرۍ او اقتصاد څانګې شاوخوا ۳۵ محصلینو د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ډلې د کاري څرنګوالي، د محصلینو لپاره ددې پروګرام د ګټو او له یادې ډلې سره د یو ځای کېدو په اړه؛ مالومات ترلاسه کړل.

د ملګرو ملتونو رضاکاران، د UNDP یو نړیوال نوښت دی، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو ته ددې فرصت برابروي، چې په رضاکارو چارو کې برخه واخلي.

د یاد پروګرام په لومړي پړاو کې د کاردان پوهنتون محصلین د آنلاین رضاکارانو په ډول ثبت شول او په فارغ وخت کې به د چارو د ترسره کېدو په موخه د لاسرسي وړ وي.

د رضاکارانو پروګرام یوه مهمه ګټه داده، چې نوي ثبت شوي غړي به د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (E-Campus) ته چې یو نړیوال تعلیمي ډېټابېس دی لاسرسی ومومي. دا ډېټابېس د UNDP له لوري تایید شوي زرګونه پر لیکه وړیا کورسونه لري.

د دې ترڅنګ د یاد پروګرام په لړ کې محصلینو ته د عملي کاري تجربې او د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د کار کولو آسانتیاوې هم برابرېږي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی هڅه کوي له دې لار ګڼ شمېر محصلینو ته د کاري مهارتونو د پیاوړتیا او کار موندنې واقعي فرصتونه برابر کړي.