کاردان پوهنتون له لوړو زده کړو وزارت څخه د ملي اعتبار سند ترلاسه کړ

کاردان پوهنتون د هېواد د پنځو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترڅنګ د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو له وزارت څخه د ملي اعتبار سند ترلاسه کړ. په هغه غونډه کې چې له همدې امله په لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه، د کاردان پوهنتون رییس ښاغلي رویین رحماني، علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني، اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت، د محصلینو چارو مرستیال ښاغلي حلیم بهادر او د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو مسوول ښاغلي وحیدالله افغان ګډون کړی وو.
د یادې غونډې په ترڅ کې، چې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي او د یو شمېر خصوصي او دولتي پوهنتونونو د رییسانو په ګډون جوړه شوې وه، اعتبار شویو پوهنتونونو ته د ملي اعتبار سندونه ووېشل شول.
د لوړو زده کړو سرپرست او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په نړۍ کې د کیفیت د ودې او اعتبار ورکولو پروسې ته په اشارې وویل: ۱۳۲ کاله وړاندې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پروګرام په امریکا او ۷۱ کاله وړاندې په سیمه ییزه کچه په جاپان کې پیل شو. نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د اعتبار ورکولو پروسه په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې، چې په بشپړ ډول رڼه او معیاري ده. پوهنتونونه د کیفیت د تضمین د درې پړاونو له بشپړولو وروسته د نمره ورکونکي بورډ له لوري ارزول کېږي، چې دا ۶ اعبتار شوي پوهنتونونه باید د نورو هغو لپاره یوه ښه بېلګه واوسي.
ښاغلي بالاکرزي د لوړو زده کړو په برخه کې د یادو پوهنتونونو له لوري د هغو معیاري خدمتونو د وړاندې کولو یادونه هم وکړه، کوم چې ددې سند د ترلاسه کېدو سبب شوي دي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې لړ کې له کاردان پوهنتون څخه چې له ۱۳ کلنې تجربې سره اوس د افغانستان د غوره پوهنتونونو په ډله کې دی، ځانګړې یادونه وکړه.
د کابل پوهنتون رییس او د لوړو زده کړو په چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهنیار حمیدالله فاروقي ددې پروګرام د مدیریت له امله له لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه، زیاته یې کړه: شپږو پوهنتونونو ته د ملي اعتبار سندونو ورکړه د لوړو زده کړو په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ده، چې باید د تاریخ په پاڼو کې ثبت شي. اوس پوهنتونونه د ملي اعتبار له ترلاسه کولو وروسته کولای شي په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم سیالي وکړي.
د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د ملي اعتبار سند د ترلاسه کولو په اړه وویل: له بنسټیزو ارزونو وروسته یو پوهنتون ته د نړیوالو معیارونو پر بنست اعتبار ورکول کېږي، چې مونږ په کاردان پوهنتون کې دغه ټول معیارونه پلي کړي دي. ملي اعتبار له محصلینو سره دا مرسته کوي، چې پرېکړه وکړي د هېواد په کوم معتبر پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پرمخ وړي. زموږ ژمنه دا ده، چې د لوړو زده کړو وزارت او د نورو ټولو نړیوالو ارزیابي کوونکو بنسټونو غوښتنې، چې د هغو پر بنسټ پوهنتونونو ته اعتبار ورکول کېږي؛ پوره کړو.
د پروګرام په پای کې د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوي ته د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر له لوري د ملي اعتبار سند ورکړل شو.
پوهنتونونو ته د ملي اعتبار ورکول په هېواد کې د لوړو زده کړو بنسټونو لپاره یوه مهمه او اغېز لرونکې پروسه ده، چې پر بنسټ یې د پوهنتونونو کیفیت تضمینېږي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته د اعتبار ورکولو ۱۱ بنسټیز معیارونه لري او ټول یې د اعتبار ورکولو په برخه کې مهمه ونډه لري. په دې لړ کې تراوسه یوازې کاردان، کابل، کابل طبي (ابو علي ابن سینا)، قندهار، کاتب او د افغانستان امریکايي پوهنتونونو دغه معیارونه پوره کړي او د لوړو زده کړو وزارت له لوري یې د ملي اعتبار سندونه تر لاسه کړي دي.