خبرونه

کور / خبرونه

په نړیوالو اړیکو کې د څېړنیزو مېتودونو په تړاو آنلاین سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټري څانګې د لومړۍ دورې محصلینو ته د ۱۳۹۸ کال د وري په ۲۸ مه، په نړیوالو اړیکو کې د څېړنیزو مېتودونو په اړه د زوم اپلیکشن له لارې آنلاین سیمینار جوړ شو.

د دې سیمینار آره موخه د څېړنیزو وړاندیزونو له لیکلو سره د محصلینو لا بلدتیا او د تیزس لپاره د هغو برابرول او ترې ګټه اخیستل دي. د نړیوالو اړیکو د ماسټري څانګې شاوخوا ۴۵ محصلینو په دې آنلاین سیمینار کې برخه اخیستې وه او د څېړنیزو مېتودونو په تړاو یې ګټور مالومات ترلاسه کړل.

د کاردان پوهنتون د ټولنیزو علومي پوهنځي رییس ډاکټر احمد خالد حاتم، د تیزس لیکلو په اړه د سیمینار ګډونوالو محصلینو ته هر اړخیز مالومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل، چې د قرنطین له مودې څخه په ښه ډول ګټه واخلي.

په اوسني ننګوونکي وضعیت کې د کاردان پوهنتون علمي ډله او ډیپارټمنټونه په بشپړ ډول چمتو او ژمن دي، چې له لرې لارې د زده کړو لپاره له محصلینو سره د بېلابېلو نوښتیزو لارو چارو پرمټ اړیکې ټینګې او له هغوی سره مرسته وکړي، چې د حالت تر عادي کېدو پورې له خپلو درسونو وروسته پاتې نشي.


شریک یي کړئ


اړوند موضوعات

په نړیوالو اړیکو کې ماسټري