د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت ماسټري څانګې نړیوال علمي اعتبار ترلاسه کړ

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټرۍ پروګرام (MBA) تحصیلي بنسټونو ته د علمي اعتبار ورکولو له نړیوالې شورا (IACBE) څخه خپل نړیوال علمي اعتبار ترلاسه کړ.

دې پوهنتون د ادارې او تجارت ماسټري څانګې د علمي اعتبار ورکولو د یادې نړیوالې شورا د ارزونې د ټولو پړاونو تر بریالي بشپړېدو وروسته په ډېر ویاړ، خپل نړیوال علمي اعتبار ترلاسه کړ.

د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوی، د علمي اعتبار د ترلاسه کولو لپاره د (IACBE) د معیارونو بشپړول خورا مهمه او له ویاړ ډکه چاره ګڼي او دا د هېواد د لوړو زده کړو سکټور د پرمختګ او نړیوال کېدو پر لور یو لوی او ارزښتمند ګام بولي.

د علمي اعتبار ورکولو یاده شورا، چې مقر یې د امریکا متحده آیالتونو په کنساس ښار کې دی، له تېرې دوه لسیزې مخینې سره په نړۍ کې د علمي اعتبار ورکولو تر ټولو معتبر بنسټ دی. دې شورا، په امریکا، اروپا او آسیا کې تر دې مهاله د ادارې او تجارت برخې نژدې دوو زرو پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو ته علمي اعتبار ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې کاردان پوهنتون د افغانستان د لومړني خصوصي پوهنتون په توګه په ۲۰۱۴ کال کې د ادارې او تجارت د لیسانس په برخه کې هم له یاد بنسټ څخه خپل علمي اعتبار ترلاسه کړی و. دا بیا په هېواد کې د لیسانس لومړنی پروګرام و، چې له یادې نړیوالې شورا څخه یې خپل علمي اعتبار لاسته راوړی و.

کاردان پوهنتون د دې بریا له امله د هېواد اکاډمیکې کورنۍ او خپلو ټولو محصلینو ته مبارکي وايي، او هوډ څرګندوي، چې خپل نور تحصیلي پروګرامونه به هم پر هغو معیارونه برابر کړي، چې د نړیوال علمي اعتبار سند د ترلاسه کېدو سبب ګرځي.