د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اسلامي بانکوالۍ او مالي چارو په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ. په دې سیمینار کې د یاد پوهنځي د ادارې او تجارت د لیسانس او ماسټرۍ او اقتصاد ډیپارټمنټونو ګڼ شمېر محصلینو برخه اخیستې وه.
دا سیمینار د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې په ۱۹ مه « د اسلامي بانکوالي محصولات او له دودیزې بانکوالۍ او مالي چارو سره یې پرتلنه» تر نامه لاندې د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسو په تالار کې جوړ شوی و.
سیمینار د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ او مالي چارو د مشر ډاکټر محمد یوسف سلیم له لوري وړاندې شوه، چې په ترڅ کې یې له محصلینو سره د موضوع په تړاو مهم او هر اړخیز مالومات شریک شول. د سیمینار په وروستۍ برخه کې ښاغلي سلیم د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.
د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو تن محصل چې په یاد روزنیز سیمینار کې یې برخه اخیستې وه په دې اړه وویل: « موږ په دې سیمینار کې د اسلامي بانکوالۍ او دودیزې بانکوالۍ او مالي چارو د پرتلنې او د هغو د فعالیت د څرنګوالي په اړه اړین مالومات ترلاسه کړل. دا مالوماتي بهیر د اسلامي مالي خدمتونو د ګټو او د دې خدمتونو د پلي کېدو د ډول په تړاو د مالوماتو د ترلاسه کولو یو عالي فرصت و.»
ګډونوالو محصلینو د یاد سیمینار د جوړېدو له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه وکړه او هیله وښوده، چې په راتلونکي هم د ورته روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو آسانتیاوې ورته برابرې شي.
کاردان پوهنتون تل د خپلو محصلینو د علمي کچې د لوړولو په موخه له تحصیلي نصاب بهر د بېلابېلو مسایلو په تړاو روزنیز سیمینارونه جوړوي، څو هغوی له دې لارې وکړای شي، له ګڼو مهمو پرمختیايي او اقتصادي مسایلو سره آشنا او په اړه یې بشپړ مالومات ولري.