افغان ملي لوبډلې له آیرلنډ څخه د شل آوریزو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې له آیرلنډ سره د دریو شل آوریزو لوبو لړۍ د ۱-۲ په توپیر په خپل نوم کړه. دا لوبې، چې د هند په ګرېټر نویدا ښار کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په شپږمه، اتمه او لسمه نېټه ترسره شوې د جامو مالي ملاتړ یې د کاردان پوهنتون په غاړه وو.
وروستۍ لوبه سره له دې چې، د راشد خان د ښکلې لوبې له امله تر سوپر آور پورې ورسېده او د افغان لوبډلې په ګټه تمامه نه شوه، خو دوه ځوانو لوبغاړو قیس احمد او نوین الحق پکې خورا ښه وځلېدل او د سیالې لوبډلې درې – درې ویکټې یې واخیستې.
آیرلنډ له پرلپسې اوو کلونو وروسته دا لومړی ځل و، چې افغان لوبډلې ته په شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکوي.
د ویلو وړ ده، چې کاردان پوهنتون د ۲۰۱۹ په نومبر کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو د لباس مالي ملاتړ هم پر غاړه درلود او په راتلونکي کې هم هڅه کوي، چې په هېواد کې د سپورټ او لوبغاړو ملاتړ ته دوام ورکړي.