لوړو زده کړو وزارت د کاردان پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ آسانتیاوې وارزولې

د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت یو لوړ پوړي پلاوي د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د کاردان پوهنتون آسانتیاوې او امکانات له نژدې ولیدل. په دغه پلاوي کې د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو سلاکار عمر خاوري، د مالوماتي ټکنالوژۍ رییسې شکریه جمال او د کمپیوټر ساینس پوهنځي یو شمېر استادانو برخه لرله.

د کاردان پوهنتون له مشرتابه سره د یاد پلاوي په دې ناسته کې چې د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۶ مه ترسره شوه، د آنلاین ټولګیو د پیل لپاره د زده کړو مدیریت سیسټم (LMS) څخه د ګټې اخیستلو پر څرنګوالي او ګڼو نورو لارو چارو بحث او خبرې اترې وشوې.

د ناستې په پیل کې د کاردان پوهنتون اجرایي رییس ښاغلي میرویس نهضت د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د دې پوهنتون د آسانتیاو او امکاناتو په اړه یاد پلاوي ته هر اړخیز مالومات ورکړل. وروسته د پوهنتون علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني د آنلاین زده کړو د مدیریت سیسټم (LMS) او د مالوماتو د مدیریت سیسټم (MIS) په اړه پلاوي ته بشپړ مالومات ورکړل.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني په دې ناسته کې وویل:« موږ پوهیږو، چې په داسې یو ډول حالاتو کې قرار لرو، چې محصلین نه شي کولای پوهنتون ته حاضر شي، له همدې امله په ټول توان هڅه کوو، چې له معاصرې ټکنالوژۍ په ګټې اخیستو هغوی ته د آنلاین زده کړو آسانتیاوې برابرې کړو.»

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو سلاکار بیا په دې ناسته کې څرګنده کړه:« موږ د څو کلنې جګړې له امله د سیمې هېوادونو په پرتله وروسته پاتې یو او نه باید نور وروسته پاتې شو. موږ باید له بېلابېلو مېتودونو څخه ګټه واخلو، چې تحصیلي بنسټونه خپلو درسي چارو ته رسیدنه وکړي او دا چې کاردان پوهنتون په دې برخه کې تر نورو وړاندې ګام اخیستی او غواړي خپلې زده کړې په آنلاین ډول محصلینو ته وړاندې کړي، د قدر وړ دی.»

د ناستې په څنډه کې د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلي قیس محمدي د آنلاین زده کړو په تړاو سیمینار هم وړاندې کړ.

د ویلو وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت پلاوي په دې برخه کې د کاردان پوهنتون د امکاناتو او چمتووالي ستاینه وکړه، څرګنده یې کړه، چې دا پوهنتون کولای شي د آنلاین زده کړو په برخه کې د نورو تحصیلي بنسټونو لپاره ښه بېلګه واوسي.