خبرونه

کور / خبرونه

د نویو ټوکېدلو رهبرانو پروګرام په بریالي‌توب سره پای ته ورسېد

کاردان پوهنتون د «نوي ټوکیدلي رهبرانو» روزنیز پروګرام پر ګډونوالو محصلینو د بری‌لیکونو په وېشلو سره په بریالۍ توګه پای ته ورساوه. دا د افغانستان په تحصیلي سکټور کې د خپل ډول لومړنی نوښتیز پروګرام و.

په دې ۸ اوونیز پروګرام کې ۲۵ نارینه او ښځینه محصلینو برخه لرله، کوم چې د پوهنتون د لیسانس او ماسټري بېلابېلو پروګرامونو د ۲۰۰ محصلینو له مینځه ټاکل شوي وو.

په دې پروګرام کې د کاردان پوهنتون د مشرتابه غړیو، د پوهنتون استادانو او د رهبرۍ برخې متخصصینو د رهبرۍ د فلسفې او ډولونه، د مثبتې کاري فضا رامنځته کولو، د بدلون مدیریت، نوښت او رسنیزو چارو، سټراټیژیکو اړیکو او یو شمېر نورو ورته برخو کې له محصلینو سره خپله پوهه او تجربې شریکې کړې.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د دې پروګرام د اهمیت په تړاو وویل، چې رهبران د ټیم جوړونې او د خلکو د مدیریت غښتلیو مهارتونو ته جدي اړتیا لري.

د نویو ټوکیدلو رهبرانو پروګرام یو تن ګډونوال په دې اړه وویل:« د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول، چې وکولای شو په هغه کې خپل د رهبرۍ او مدیریت مهارتونه لوړ کړو، خورا ګټور تمامېدلای شي. د دې ترڅنګ، مونږ په عملي ډول زده کړل، چې له ننګونو سره څه ډول مبارزه وکړو.»

د ویلو وړ ده، چې دا پروګرام د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ له ۲۴ مې د نومبر تر ۱۶ مې نېټې پورې د کاردان پوهنتون په ماسټري څانګه کې جوړ شوی و.


شریک یي کړئ


اړوند موضوعات

د محصلینو ګډون او د پروګرامونو جوړول جندر او له فارغانو سره اړیکې په اداره او تجارت کې ماسټري په نړیوالو اړیکو کې ماسټري اداره او تجارت کې لیسانس اقتصاد کې لیسانس کمپیوټر ساینس کې لیسانس سېول انجنیرۍ کې لیسانس په سیاسي علومو کې لیسانس حقـــوقو کې لیسانس ژورنالیزم کې لیسانس