د کاردان پوهنتون رسنیزه اونۍ او بېلابېل پروګرامونه

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ رسنیزه اونۍ د بېلابېلو پروګرامونو په جوړېدو سره پای ته ورسېده. د عکاسۍ او نقاشۍ نندارتون، د چاپېریال ساتنې کمپاین، د ګنجینه کاردان د څلورمې ګڼې مخکتنه او د ځانګړو مېلمنو ویناوې د رسنیزې اونۍ مهم پروګرامونه وو.

دا اونۍ د «آیینې» په نوم د عکاسۍ او نقاشۍ په نوم نندارتون سره پیل شوه، کوم چې د یادې څانګې د محصلینو نقاشي او تصویرونه پکې نندارې ته ایښودل شوي وو. په دې نندارتون کې د ۱۲ تنو محصلینو ۲۳ عکسونه، چې د فرانس پرس آژانس د تصویر اخیستونکي وکیل کوهسار له لوري ټاکل شوي وو او د زهرې جلال، سمیرا ګوهري او اقصی وردګ د نقاشۍ ۶۰ اثار د یوې ورځې لپاره نندارې ته ایښودل شوي وو. له دې نندارتون څخه شاوخوا ۲۰۰ تنو لیدنه وکړه.

د رسنیزې اونۍ دویمه ورځ د کاردان رسنیزې ټولنې له پرانېستې او د افغانستان له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا «نی» د مشر مجیب خلوتګر له وینا سره مله وه.
د ژورنالېزم او اړیکو ډیپارټمنټ شپږو تنو محصلینو هر یوه ساره عزیزي، مژده حبیب، حکیم بېکزاد، اسما ایوبي، سمیرا ګوهري او نثار آژیر، چې د ټولنې لپاره یې غوره طرحې لېږلې وې، د کاردان رسنیزې ټولنې د مدیره پلاوي په توګه وټاکل شول.

د کاردان رسنیزې اونې په درېیمه ورځ د چاپېریال ساتنې کمپاین ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د یاد ډیپارټمنټ ۴۰ تنه محصلین د شهرنو پارک ته ولاړل او هلته یې د کثافاتو له ټولو او د ډبرو سکرو د نه استعمال او د اوبو په لګښت کې د سپما یو ورځنی کمپاین ترسره کړ. د دې کمپاین په ترڅ کې هېوادوالو ته له ککړې هوا سره د مبارزې په موخه ماسکونه هم ووېشل شول.

د دې اونۍ په څلورمه ورځ د کلید ګروپ رییسې او د افغانستان د مدني ټولنې غړې نحیبې ایوبي محصلینو ته وینا درلودله او په افغانستان کې د رسنیزې ژبې په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل. نوموړې زیاته کړه، په تېرو ۱۸ کلونو کې د هېواد په رسنیو کې د جنګ ژبه حاکمه وه او ډېره لږ د سولې ژبې محسوسېدله. هغې ټینګار درلود، چې باید د سولې ژورنالېزم عام شي او له دې لارې رسنۍ د سولې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

د کاردان رسنیزه اونۍ د تېرې پنج شنبې په ورځ د ګنجینه کاردان د څلورمې ګڼې له مخکتنې او د عکاسۍ او نقاشۍ سیالیو ګټونکو ته د یو یو ټوک کتاب له ډالۍ کولو سره پای ته ورسېده.

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو ډیپارټمنټ د عکاسۍ او نقاشۍ نندارتون او د چاپېریال ساتنې کمپاین ته د یو شمېر تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو له لوري خبري پوښښ هم ورکړل شو.