د کاردان پوهنتون او ملي راډیو تلوېزیون ترمنځ د همکاریو پراختیا

د کاردان پوهنتون د اجرایوي رییس ښاغلي میرویس نهضت او د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون د رییس ښاغلي اسماعیل میاخېل ترمنځ لیدنه کې د دوو اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو. دا لیدنه د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په ۶ مه د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې ترسره شوه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د محصلینو او کارکوونکو لپاره د کاري او تحصیلي فرصتونو پر رامنځ ته کولو او د ګډو پروګرامونو پر جوړولو ټینګار درلود او هیله یې وښوده، چې په یادو برخو کې د دواړو ادارو ترمنځ لازمه همکاري وشي.

د دې لیدنې په پیل کې د کاردان پوهنتون اجرایوي رییس ښاغلي میرویس نهضت د ملي تلوېزیون پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي راډیو تلوېزیون د نوې مشرتابه هلې ځلې وستایلې، زیاته یې کړه: « د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون زموږ ټولو لپاره ویاړ دی او کله نه چې دې ادارې ته نوې رهبري راغلې مثبتو تغییراتو ته زموږ هیله مندي هم ډېره شوې ده.»

د ملي راډیو تلوېزیون مشر اسماعیل میاخېل له کاردان پوهنتون سره د همکاریو پر پراختیا خوښي وښوده، ویې ویل: «زموږ موخه داده، چې ملي راډیو تلوېزیون یوازې تر راپورونو محدود ونه اوسي. تر ډېره هڅه کوو، چې د هیلو او انګېزو په رامنځ ته کولو او د ملي ګټو پر پوښښ تمرکز وکړو.»

ښاغلي میاخېل زیاته کړه، له خپلو همکارانو سره تر خبرو او بحث وروسته موږ ته مالومه شوه، چې کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او مطبوعاتي مطالعاتو په برخه کې یو له تر ټولو مخکښو پوهنتونونو څخه دی.

په دې لیدنه کې د کاردان پوهنتون په استازیتوب د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس ډاکټر احمد خالد حاتم او د ژورنالېزم ډیپارټمنټ آمر محمد صدیق ذلیق هم ګډون درلود.

په پای کښې، راغلي پلاوي د کاردان پوهنتون د ژورنالیزم ډیپارټمنټ سټوډیو او ځینو نورو برخو نه لیدنه وکړه.