د ژورنالېزم او اړیکو ډیپارټمنټ محصلینو د ارګ له تاریخي خزانې لیدنه وکړه

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو ډیپارټمنټ ۲۳ تنو محصلینو د روانې لړم میاشتې په ۹ مه د افغانستان له تاریخي خزانې او کلتوري میراثونو څخه چې د جمهوري ریاست په ارګ ماڼۍ کې ساتل او بیارغول کېږي؛ لیدنه وکړه.

د جمهوري ریاست د ارګ آرشیف کې لیکني آثار، فلمونه او تاریخي عکسونه ساتل کېږي، چې د هېواد د تېرو سلو کلونو روښانه تصویر نندارې ته وړاندې کوي.

په دې لیدنه کې محصلینو د ارګ آرشیف د لیکني آثارو، فلمونو او تاریخي تصویرونو د بیارغونې او آرشیف کولو بېلابېلې پروسې له نژدې ولیدې او په تړاو یې مهم مالومات ترلاسه کړل.

د ارګ آرشیف مسوول رفیع الله عزیزي د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې او بیارغونې په اړه د کاردان پوهنتون یادو محصلینو ته بشپړ مالومات ورکړل.

نوموړي محصلینو ته وویل:« د ارګ په آرشیف کې بېلابېل لیکني آثار لکه، فرمانونه، مصوبې، احکام، مکتوبونه، هوکړه لیکونه، ملکیتونه، شاهي کتابونه او د جمهوري ریاست او د چارو ادارې د کارکوونکو کاري سوابق ساتل کېږي.»

د هغه په وینا، یاد آثار له بېلابېلوځایونو راټولیږي، لومړی د ارګ په ځانګړي لابراتوار کې بیا رغول کېږي، چې تر بیارغونې وروسته د ارزونې او تفکیک برخې ته ځي او ډیجیټالي کېږي. له دې پروسو وروسته بیا د آرشیف په مخزن کې ځای پر ځای کېږي، چې دا لړۍ لاهم روانه ده.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د ارګ آرشیف دویمه برخه د فلمونو اړوند ده، چې تولیدي، مستند، خبري او هنري فلمونو پکې دي. دا ټول تاریخي فلمونه له وړاندې لابراتوار، منتاژ، ډیجیټالي او مینځل شوي او د آرشیف په مخزن کې ساتل کېږي. د هغه په خبره، د ارګ ارشیف درېیمه برخه د هېواد د تاریخي عکسونو اړوند ده، چې دا تصویرونه له بېلابېلو ځایونو راټول شوي او د سکن، پر تصویر د مالوماتو د لیکلو او په آرشیف کې د ساتلو لړۍ یې روانه ده.

د دې لیدنې په ترڅ کې دغه راز محصلینو ته دوه فلمونه هم نندارې ته وړاندې شول. لومړي فلم د کابل ښاریانو د ۴۵ کاله مخکې ژوند او دویم فلم له جنګ وړاندې درې دورې، کورنۍ جګړۍ او وروستي ۱۸ کاله نندارې ته وړاندې کول.

کاردان پوهنتون تل خپلو محصلینو ته له تاریخي ځایونو او د ملي اسنادو له آرشیفونو څخه د لیدنو کتنو آسانتیاوې برابروي، څو هغوی د هېواد د تاریخ او کلتوري میراثونو په تړاو کره او لا ډېر مالومات ولري.