د محصلینو ټولنو د غړیو او سفیرانو کلنۍ غونډه جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د محصلینو ټولنو او د پوهنځیو سفیرانو کلنۍ غونډه د پوهنتون د اجرایوي رییس ښاغلي میرویس نهضت او د یادو ټولنو د غړیو او رییسانو په ګډون، د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې په ۹ مه نېټه د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسو تالار کې جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د مناظرې، کمپیوټر ساینس، سیاسي علومو، انجنیري، ژورنالېزم او تجاري حکمیت ټولنو غړیو او د کرکټ، فوټبال او د نجونو او هلکانو د والیبال لوبډلو او د پوهنځیو افتخاري سفیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د محصلینو ټولنو غړیو د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د کاردان پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او د محصلینو ټولنو استازو ته د هغوی د رغنده فعالیتونو له کبله ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د پروګرام په پیل کې د کاردان پوهنتون اجرایوي رییس ښاغلي میرویس نهضت، محصلینو ته د انګېزې ورکولو په برخه کې د یادو ټولنو د رغندې ونډې یادونه وکړه، ویې وویل: « په ۲۰۱۴ کال کې د محصلینو د بریالیتوب مرکز نظریه رامنځ ته شوه او تاسو نن د کاردان پوهنتون شاوخوا ۵ زره محصلینو او څه باندې ۳۰ زره فارغانو ته د انګېزې ورکولو او الهام بښلو الګو یاست. د پوهنتون مشرتابه پلاوی اوس ستاسو پر فعالیتونو او لاسته راوړنو ویاړ کوي.»

نوموړي د یادو ټولنو د مثبت رول په تړاو وړاندې وویل: « ستاسو تر ټولو مهم مسوولیت هغو ځوانانو ته انګېزه ورکول دي، چې له هېواده د کډوال کېدو په درشل کې دي، خپلې هڅې باید ګړندۍ کړئ، ځکه ستاسو ونډه په دې برخه کې واقعاً د اهمیت وړ ده.»

د پروګرام په ترڅ کې د یادو ټولنو د لاسته راوړنو په تړاو د محصلینو د بریا مرکز له لوري جوړه شوې ویډیو هم نندارې ته وړاندې شوه.

د غونډې په دوام د محصلینو ټولنو استازو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو خبرې وکړې او د هرې ټولنې د ځانګړنو لکه د یو بل د منلو، هڅې او هاند، یووالي، انګېزې، ژمنتیا او نوښتونو یادونه یې وکړه.

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم ډیپارټمنټ افتخاري سفیرې آغلې سارا عزیزي وویل: « د ژورنالېزم پوهنځي د تاسیس له پیله موږ په رسنیزه برخه کې تر ټولو غوره فعالیتونه او لاسته راوړنې لرو. دې څانګې د خپلو محصلینو لپاره تر ټولو غوره تلوېزیوني سټوډیو فعاله کړې او د طلوع، آریانا او هشت صبح ورځپاڼې په څېر له معتبرو رسنیو مو علمي لیدنې ترسره کړي، چې محصلینو ته په کې د کار زده کړې زمینه هم برابره شوې ده.»

افتخاري سفیرانو او د ټولنو استازو د خپلو لاسته راوړنو د بیان ترڅنګ، د لوړو زده کړو د مناسبو فرصتونو د برابرولو له امله د کاردان پوهنتون له مشرتابه پلاوي مننه وکړه.

د کاردان پوهنتون د والیبال لوبډلې مسوول ښاغلي شعیب عزیزي د خپلو لاسته راوړنو په اړه وویل: « له سختو تمرینونو او هلو ځلو وروسته موږ وکولای شول خپل د والیبال ټیم د هېواد په کچه د مطرح ټیم په توګه وځلو. په لومړي ځل مو د مرکزي زون په سیالیو کې اتلولي وګټله او د والیبال په آسیایي لوبو کې د ګډون جواز مو هم ترلاسه کړ. دا واقعاً زموږ لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی.»

د محصلینو ټولنو غړیو د خپلو ټولنو د پیاوړتیا او راتلونکو پلانونو په تړاو خپل وړاندیزونه د ګروپي فعالیتونو په ترڅ کې د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوي ته وسپارل.

دا پروګرام د کاردان پوهنتون د محصلینو د ګډون او پروګرامونو دفتر له لوري جوړ شوی و، چې د پروګرام په پای کې د کاردان پوهنتون اجرایوي رییس ښاغلي میرویس نهضت د یادو ټولنو استازي د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل او پروګرام د یو ډله ییز تصویر په اخیستلو پای ته ورسېد.

کاردان پوهنتون هر کال د محصلینو ټولنو او سفیرانو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې او د هغوی د راتلونکو پلانونو د همغږۍ په موخه یاده کلنۍ غونډه جوړوي، چې له شک پرته د هغوی پر فعالیتونو د پام وړ مثبت اغېز ښندي.