د کاردان پوهنتون او افغانستان کرکټ بورډ ترمنځ د همکاريو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کاردان پوهنتون او د افغانستان کرکټ بورډ ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو دوه هوکړه لیکونه د کاردان پوهنتون د عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني او د افغانستان کرکټ بورډ د اجرایوي رییس لطف الله ستانکزي ترمنځ د روانې لړم میاشتې په پنځمه نېټه لاسلیک شول.

د یادو هوکړه لیکونو پر بنسټ کاردان پوهنتون له ویسټ انډیز سره د دریو شل اوریزه سياليو د افغان لوبغاړو د لباس عمومي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل او د دې ترڅنګ کاردان پوهنتون د کرکټ بورډ کارکوونکو ته د تحصیلي فرصتونو د برابرولو ژمنه هم وکړه.

د لومړي هوکړه لیک له مخې به کاردان پوهنتون په را روانه نومبر میاشت کې له ویسټ انډیز سره د دریو شل اوریزو سياليو د ملي لوبډلې د لباس عمومي لګښت پر غاړه ولري.

د دې ترڅنګ، کاردان پوهنتون د دویم هوکړه لیک پر بنسټ ژمن شو، چې د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو ته د ماسټرۍ، لیسانس او انګلیسي ژبې پروګرامونو کې ځانګړې سلنه تخفیف ورکوي او ترڅنګ به یې په بېلابېلو برخو کې لنډمهالي روزنیز کورسونه هم جوړوي.

د کاردان پوهنتون بنسټ ایښودنکي او عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ په موخه له لاسلیک شویو هوکړه لیکونو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به هم د کرکټ لوبو ملاتړ وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کرکټ بورډ کارکوونکو او دغه راز د کرکټ لوبغاړو ته به په کاردان پوهنتون کې د هر ډول لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو آسانتیاوې برابرې کړي.

د کرکټ بورډ اجرایوي رییس ښاغلي لطف الله ستانکزي هم له یوې علمي ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو له هوکړې خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې له خپلو همکارو ادارو سره به یې همکاري اوږدمهاله وي.

له کرکټ بورډ سره د شویو هوکړه لیکونو پر بنسټ به دا اداره د کاردان پوهنتون محصلینو ته د تخنیکي کرکټ زده کړې ترڅنګ، د دې پوهنتون غوره محصلینو ته په کرکټ بورډ کې د کار زده کړې زمینه هم برابروي.

د ویلو وړ ده، چې کاردان پوهنتون د کرکټ پیاوړې لوبډله لري او موده وړاندې یې د خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د کرکټ سیالیو اتلولي هم وګټله کړه.